د لاس رسي وړ اتصالات

ښاروال: ماریوپول کې د روسيې په بریدونو کې ۱۰زره کسان وژل شوي 


د اوکراین د بندري ښار ماریوپول، چې د شپږو اونیو راهیسې د روسي ځواکونو تر محاصرې لاندې دی، ښاروال وایي چې د روسیې د ځواکونو په بریدونو کې څه دپاسه ۱۰زره ملکي وګړي وژل شوي او مړي یې په کوڅو کې پراته دي.

پداسې حال کې چې روسیه په اوکراین کې خپل اهداف ویشتلي او اوس په ختیځ کې یو ستر یرغل ته تیاری نیسي ددې هیواد ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وایي د ولادیمیر پوتین ځواکونه ښایي د کیمیایي وسلو استعمال ته بیا مخه کړي.

له بلې خوا د لویدیځو هیوادونو چارواکو ویلي چې دوی د اوکرایني قواو د نا تائید شویو ادعاو په هکله پلټنې کوي چې وایي په ماریوپول کې مسموم کوونکي ماده شیندل شوې وه.

د اسوشیتید پرس اژانس د راپور په اساس د ماریوپول ښار په روانه جګړه کې له سختو بریدونو سره مخامخ شوی او زیات تلفات په کې شوي دي، خو د روسي ځواکونو له لورې په دې ښار باندې ځمکنيو، هوایي او بحري بریدونو په وجه د ښار دننه وضعیت په اړه کم معلومات تر لاسه کیږي.

د ماریوپول ښاروال وادیم بویچینکړ د اسوشیتید پرس اژانس ته د تیلیفون له لارې روسي ځواکونه پدې تورن کړي چې د اونیو راهیسې یې د بشري مرستو د رسیدو مخه نیولې او دا حالت ښایي پدې ښار کې د تلفاتو کچه ۲۰زرو ته لوړه کړي.

.دا پداسې حال کې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سه شنبې په ورځ د هغه هیواد په ختیځ کې د ویستوچني سیمې ته د سفر په مهال ټینګار وکړ چې پوځ به یې په اوکراین کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

ښاغلي پوتین وویل چې د روسیې يوځي «کمپاین» د روسیې د امنیت د خوندي کولو او د اوکراین په ختیځ کې د ملکیانو د ساتنې لپاره دی. هغه زیاته کړه چې هیواد یې د منزوي کیدو نیت نلري او بهرني ځواکونه به د اقتصادي بندیزونو سره سره ونه توانیږي چې دا روسیه منزوي کړي.

پدې ترڅ کې د بریتانیا د دفاع وزیر وایي چې له بلاروس څخه روسي ځواکونه وځي او د اوکراین ختیځ ته ځي چې د روانو عملیاتو ملاتړ وکړي. هغه وایي «په راتلونکو دوو یا دریو اونیو کې به » جګړه زور واخلي.

XS
SM
MD
LG