د لاس رسي وړ اتصالات

د غوښې په ځای د ترکاري خوړل اقلیم ته گټه رسوي


د سپزیجاتو خوړل د اقلیم د بدلون مخه نیولی شي
د سپزیجاتو خوړل د اقلیم د بدلون مخه نیولی شي

د غوښې برگر پریږدئ او خپله مځکه وژغورئ!

دا د ساینسپوهانو پیغام دی.

د اوکسفورد د پوهنتون او پوتسدام د اقلیمي اغیزې د څیړنې مرکز په گډون د بیلابیلو علمي مرکزونو ساینس پوهان وایي چې نړیوال غذایي سیستم په چاپیریال باندې اغیزه کوي او دا نتیجه گیري یې کړې ده چې د مځکې د ژغورنې لپاره خوراک بدل کړی څو نیم په نیمه کې گلخانه یي زهري گازونه کم شي.

خو له دې سره به د برگرو نه هم خوند اخلئ.

د سپزیجاتو څخه د جوړ شويو برگرو خوند او بوی بلکل د اصلي برگرو په څیر ده. د غوښې وراخوا په نوم یو انلاین ویب پانه له غوښې پرته یعنې د ترکاري برگر خرڅوي.

په کلیفورنیا کې میشت دوه شرکتونه؛ یو له غوښې اوراخوا او بل د ناممکنه خوراکونو په نوم، هڅه کوي چې خلک د غوښې په ځای، له پروتینو غني نورو خوراکونه وخوري.

د خوراک تخنیکي شرکتونه غواړي چې په چاپیریال باندې د خوراک د نړیوال تولید اغیزه کمه شي.

ملگري ملتونو دغو شرکتونو ته په خوراکونو کې د نوښت لپاره د ځمکې د اتلولی جایزه ورکړې ده.

د اوکتوبر په اوله اونۍ کې د ملگرو ملتونو د اقلیم د بدلون د برخې چارواکو یوه بیان خپور کړ چې د ٢٠٣٠ او ٢٠٥٢ کلونو په منځ کې به د مځکې د حرارت درجه یو اعشاریه پنځه سانتي گراډه لوړه شي.

دغه بیان کې راغلي چې د دغه اقلیمي بدلون سره به په نړۍ کې د گرمي ځپې، سیلابونه، توفانونه او وچکالي زیاته شي چې له امله به یې ژوندي موجودات له منځه لاړ شي.

XS
SM
MD
LG