د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې رسنیو د پولیو واکسین په اړه مهم رول ترسره کړی


د خوست ولایت یو شمیر اوسېدونکي وايي، د راډيو له لارې يې د پوليو د خطر او د واکسين د اهميت په اړه ډېرې خبرې اورېدلې دي.
د خوست ولایت یو شمیر اوسېدونکي وايي، د راډيو له لارې يې د پوليو د خطر او د واکسين د اهميت په اړه ډېرې خبرې اورېدلې دي.

رسنۍ په ځانګړي ډول راډيو د معلوماتو په رسولو کې تر ټولو مخکښه وسيله بلل کېږي. د افغانستان په لېرې پرتو سيمو کې چې نورو مطبوعاتو ته ډېر لاس رسی نشته، خلک راډيوګانې ډېرې تعقيبوي.

د خوست اوسېدونکی نصيب الله وايي، چې د راډيو له لارې يې د پوليو د خطر او د واکسين د اهميت په اړه ډېرې خبرې اورېدلې دي، خو ده په دې برخه کې د کومې راډيو نوم مشخص نه کړ.

هغه وایي ”زه چې کله رسنۍ په ځانګړي ډول راډيو تعقيبوم، نو د پوليو د عامه پوهاوي په برخه کې مې ډېر څه اوريدلي دي. داسې بله سرچينه نشته چې له دې زيات نه مې بلې چېرې د پوليو د زيانونو او د مخنيوي په باره کې ډېر څه نه دي اوريدلي.‟

د امريکاغږ اشنا راډيو د تېرو دوو کلونو راهيسې د افغانستان له مختلفو ولايتونو څخه د خپلو خبريالانو په مټ د ګوزڼ ناروغۍ د خطراتو او د ددې ناروغۍ ضد واکسين د اهميت په اړه پرله پسې راپورونه خپروي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ګل محمدين منګل وايي، چې که څه هم د پوليو د له منځه وړلو لپاره اوس هم پراخ عامه پوهاوي ته اړتيا ده، خو په دې برخه کې د اشنا راډيو هڅې د پام وړ ګڼي.

منګل زياته کړه ”اشنا راډيو د خوست ولايت د عامې روغتيا رياست سره د واکسينو په عامه پوهاوي او له دغه رياست سره د ټولنې د مختلفو قشرونو همکارۍ ته په هڅولو کې ډېره مرسته کړې ده.‟

مدني فعال محمدزمان نظري د ټولنې د اذهانو په روښانولو کې د رسنيو رول خورا مهم بولي او ټينګار لري، چې د پوليو ويرسي ناروغۍ د خطر په اړه د رسنيو له لوري عامه پوهاوی نور هم پراخ شي.

هغه وويل ”په ټوله کې ټوليزې رسنۍ د عامه پوهاوي لپاره غوره وسيله ده. که چېږې موږ عامه پوهاوی کوو، نو لومړی قدم مو بايد راډيو وي، د دې لپاره چې د پوليو مخنيوی شوی وي غوره لار يې راډيو ده.‟

په ټولیز ډول اوسمهال افغاني ټولنه مختلف ډوله رسنيو ته لاسرسی لري، خو د احصايې له مخې زياتره افغانان په ځانګړي ډول د لرې پرتو سيمو خلک ډېری اړين معلومات له راډيوګانو ترلاسه کوي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG