د لاس رسي وړ اتصالات

روان کال د میدان وردګ د مڼو حاصلات ۱۲۰زره ټنو ته رسېدلي


د میدان وردګ د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، سږ کال په دغه ولایت کې ۱۲۰زره ټنه مڼه تولید شوې او بیه یې هم په کورنیو بازارونو کې دوه برابره لوړه شوې ده.

ولید احمد تسل نن سې شنبه د «مرغومې پر۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې د یاد ولایت د مڼو په حاصلاتو کې نسبت تېر کال ته روان کال ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل: "تېر کال له ۹۰ څخه تر ۱۰۰ میټریکه ټنه مڼه په دغه ولایت کې تولید شوې وه، خو سږ کال په دغه ولایت کې ۱۲۰زره میټریکه ټنه مڼه تولید شوې ده، چې نسبت تېر کال ته زیاتوالی پکې راغلی دی."

تسل همدارنګه وویل، چې سږ کال په دغه ولایت کې پر ۴۰ جریمه ځمکه باندې د مڼو باغونه هم جوړ شوي دي.

د میدان وردګ د باغدارانو ټولنه بیا د یاد ولایت د مڼو د تولید زیاتوالی پر پاکستانیو او ایرانیو مڼو د حکومت لخوا د محصول زیاتوالی او د افغان حکومت لخوا د داخلي مڼو اخیستل یادوي.

د دغه ولایت د باغدارانو د ټولنې مشر حاجي پادشاه امریکا غږ ته وویل: "تېر کال یو من مڼه په ۱۰۰ افغانیو باندې وه، خو سږ کال یو من مڼه په کورنیو بازارونو کې تر ۲۰۰ او ۲۱۰ افغانیو پوري پلورل کېږي."

د امنیتي ارګانونو ترڅنګ د لوړو زده کړو او پوهنې وزارت لخوا هم د میدان وردګ ولایت مڼې اخیستل کېږي.

د باغدارانو د ټولنې په وینا په یاد ولایت کې لس ډوله مڼې تولید کېږي، چې مشهورې مڼې یې، بیروتي، مالینګ، ګیلا او جوس مڼې دي.

دوی وايي، په یاد ولایت کې باید سړې خونې جوړي شي، چې یادې مڼې یې تر نړیوالو بازارونو هم ورسېږي.

XS
SM
MD
LG