د لاس رسي وړ اتصالات

"له هلمنده تر کابله" د سولې ولسي کاروان غزني ته نږدې شوی


د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړو د غوايي د میاشتې په درویشتمه له لښکرګاه څخه د کابل په لور پلی مزل پیل کړی دی.
د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړو د غوايي د میاشتې په درویشتمه له لښکرګاه څخه د کابل په لور پلی مزل پیل کړی دی.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، د هلمند د سولې ولسي کاروان د غړو،د هرکلي لپاره ، چې د غوايي په ۲۳ مې ورځې په مازیګر یې د لښکرګاه څخه د کابل په لور پلی مزل پیل کړي او ټاکل شوې نن د جمعې (غبرګولی ۱۸مه) د ورځې په مازیګر د غزني ښار ته راورسیږي ترتیبات نیولي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايي، ټاکل شوې، چې د هلمند د سولې د ولسي کاروان د غړو ته به د حکومتي چارواکو په ګډون د دغه ولایت په سلګونو اوسیدونکي په یوه غونډه کې هر کلی ووایي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې نن سهار د غزني د والي په ګډون د دغه ولایت په سلګونو اوسیدونکو د سولې د ولسي کاروان د غړو د هرکلي لپاره د هغوی مخې ته ورغلي دي.

ښاغلي نوري وویل" ټاکل شوې نن د جمعې په ورځ شاوخوا څلور بجې به د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړي د غزني ښار ته راورسیږي".

اتو تنو هلمندي ځوانانو د غوايي د میاشتې په درویشتم مازیګر د هلمند ولایت له مرکز لښکرګاه له ښار څخه کابل ته پلی مزل پیل کړ، چې کابل ته په لار د سولې د ولسي کاروان غړو سره په زابل او د لارې په اوږدو کې هم یو شمیر نور ځوانان ملګري شول، چې اوس مهال یې شمیر ۵۵ تنو ته رسیږي.

د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړي وايي، په افغانستان کې د روانو جګړو څخه خلک ستړي شوي او نوره سوله غواړي او دوی هم په جګړه کې ښکیلو خواو څخه د اوربند د غوښتلو او خبرو لارې موجودو ستونزو ته د حل د لټولو په خاطر دا حرکت پیل کړی دی.

د دغه کاروان یو غړي اقبال خیبر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دوی د خپل ۲۵ ورځو پلي سفر په اوږدو کې ډیرې ستړیاوې ګاللي او پښې یې پلۍ شوي او ناروغه شوي، خو په کومه لار یې، چې قدم ایښی هغې ته یې دوام ورکړی دی.

ښاغلي خیبر وویل، چې د لارې په اوږدو کې خلکو د پراخه هرکلي سره مخ شوي، خلکو ورته د لارې په اوږدو کې خواړه او اوبه ورکړي دي.

د هلمند د سولې د ولسي کاروان غړو د خپل پلي مزل له پیل وړاندې د شاوخوا دوو میاشتو لپاره د هلمند د لښکرګاه په ښار کې د پرلت خیمې هم وهلې وې او د لسګونو نورو هلمندیانو سره یې یو ځای د پرلت په خیمو کې ورځې شپې تیري کړي دي.

د هلمند په مرکز کې د سولې د پرلت د پيل پر وخت پرلت کوونکو د دې ولایت شمالي ولسوالیو ته، چې د وسله والو طالبانو د نفوذ سیمې دي په ځانګړي ډول موسی کلا ته د تګ نیت درلود، خو د وسله والو طالبانو د منفي ځواب د ترلاسه کولو له کبله يې د موسی قلعه پر ځای د کابل پر لور خپل سفر پيل کړ.

د سولې د ولسي کاروان غړو د سفر د پيل پر وخت په یوه پریکړه لیک کې د روژې د میاشتې د رارسیدلو د درناوي لپاره په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه د اوربند غوښتنه کړې وه.

ټاکل شوې، چې د دې کاروان غړي به له غزني وروسته د کابل په لور خپل پلي مزل ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG