د لاس رسي وړ اتصالات

په هالیوډ کې د جنسیتي برابرۍ مبارزه


٣٠٠ښځو په هالیود کې د MeeToo# کمپاین پیل کړل. اوس دې کمپاین ته ٧٠٠٠٠٠ ښځو د ملاتړ ژمنه کړې ده
٣٠٠ښځو په هالیود کې د MeeToo# کمپاین پیل کړل. اوس دې کمپاین ته ٧٠٠٠٠٠ ښځو د ملاتړ ژمنه کړې ده

د MeToo# او TimesUp# د غورځنگونو له پیل راهیسې، اکثرو فلمونو کې د ښځو داسی پېچلي کرکترونه معرفي شوي چې د ښځو کیسې بیانوي. خو مدني فعالان وایي په هالیود کې د ښځو سره د برابر چلند لپاره باید ډیر څه وشي.

Wonder Woman, A Wrinkle in Time, The Beguiled)) دا یوازې څو فلمونه دي چې په دې وروستیو کې د ښځو له خوا د ښځو په اړه جوړ شوي دي. دا ډول فلمونه د MeToo# کمپاین یا غورځنگ د پیل سره سم دوه چنده ډیر شوي چې جنسي ځورونې او جنسي تبعیض پکې منعکس کیږي.

د جورج میسن د پوهنتون پروفیسره لیزا کوچ وایي ښځې په غټ شمیر کې د دې غورځنگ د تمویل لپاره یو شوي او ډیرې پیسې ټولوي.

په هالیود کې با رسوخه ښځېنه ډایرکترانې او هنرمندانې په هر ډگر کې د ځورول شویو ښځو په استازي توب خبرې کوي. له دغو ښځو څخه یوه هم د اسکار جایزې گټونکې جین فوندا ده چې په کانگرس کې یې د کورني کارگرو او کروندگرو په استازي توب د هغوی د حقونو په اړه شهادت ورکړ.

مدني فعاله او فلم جوړونکې شننن لي وایي چې ښځینه پروډیوسرانې کوشش کوي چې ښځو ته ډیر د کار زمینه برابره کړي او ورته مساوي معاش او د تخلیقي اظهاراتو زمینه برابره شي.

په دې وروستیو کې په زرگونو خلکو د جنسي ځورونې او جنسي تبعیض په وړاندې د مبارزې لپاره په واشنگتن کې د ښځو د ملي قانون مرکز ته د قانوني مرستې د ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړې ده.

د دغه مرکز مشرې سونو چاندي وایي د #MeToo له غورځنگ څخه چې ښځې په علني ډول د جنسي ځورونه په اړه خبرې کوي او د #TimesUp غورځنگ چې د بل کازبي په څیر جنسي درنده گان او سو استفاده کوونکي تر قانوني تعقیب لاندې راولي او محکوم کیږي، په هالیود کې په جنسیتي مساواتو کې د پام وړ اقدامات شوي دي.

چاندي وایي که څه هم ښځو ته د قانوني مرستې په ورکولو او هغه څه چې مستحقې دې پرمختگ شوی خو بیا هم د ریښتوني بدلون لپاره باید ډیر څه وشي.

XS
SM
MD
LG