د MI کیپ ټاون لوبډلې چې مشري یې د افغانستان د کرکټ د شل اوریزو لوبو کپتان راشد خان کوي، د جنوبي افریقا شل اوریزو سوداګریزو لوبو په پای لوبې کې د سنرایزر ایسټرن کیپ لوبډلې ته ماتې ورکړله او ددې جام اتلولي یې وګټله.
راشد خان د پچې ګټلو وروسته لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړله او په ۲۰ اورونو کې یې ۱۸۱ منډې وکړلې.
خو د سنرایزر ایسټرن کیپ لوبډلې دا هدف پوره نشوی کړی او ټول لوبغاړي یې په ۱۹ م اور کې د ۱۰۵ منډو کولو وروسته وسوځیدل.
دا سیالۍ په جنوبي افریقا کې کیدې.
راشد خان د جام تر اخیستو وروسته وویل چې لوبډله یې په مخکنیو څو پړاوونو کې ښه نه وه ځلیدلې او د جام ګټل یې ځانګړي وبلل.
راشد تیر کال پدې لوبو کې د ملا ژوبلیدو له کبله برخه نه وه اخیستې او دا یې لومړی ځل و چې ددې لوبډلو مشري یې هم کوله.
د جنوبي افریقا شل اوریزو لوبو کې شپږ لوبډلې دي چې. دا د دې لوبو دریم سیزن و چې د لومړیو دوو اتلولي یې د سنرایزر ایسټرن کیپ لوبډلې ګټلې وې.
د MI کیپ ټاون په لوبډلې کې د راشد خان تر څنګ، صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزي هم برخه درلوده خو دوي دواړو په پای لوبې کې لوبه نکوله.
فورم \ دبحث خونه