د لاس رسي وړ اتصالات

اوس هم د شمالي کوریا د غیر اتومي کیدو غوښتنه لرو- پمپېو


د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي چې د شمالي کوریا د اتومي وسلو نه د پاکولو په غوښتنه کې یې هیڅ تغیر ندی راغلی

د امریکا د بهرنو چارو وزیر دغه څرگندونې پداسې وخت کې کړیدي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جان اون سره ملاقات کوي.

ښاغلي پمپیو دا هم وویل چې د دواړو مشرانو د ملاقات نه ډیر هیله مند دی.

د ولسمشر ټرمپ د کیم اون سره دغه ملاقات د تیرو څو لسیزو په مودې کې د دوو ملکونو د مشرانو ترمنځ یو د مهمو ملاقاتونو نه گڼل کیږي. د امریکا او شمالي کوریا هیتونه په سینگاپور کې موجود دي او په څو ساعتونو کې به د دواړو مشرانو ملاقات وشي.

د بهرنو چارو وزیر وویل چې د مذاکراتو په اړه ډیر مثبت پرمختگونه شوېدي خو امریکا اوس هم د شمالي کوریا د اتومي وسلو نه د پاکیدو غوښتنه لري.

ښاغلي پمپیو پدې اړه د تبصرې نه ډډه وکړه چې تراوسه دواړه ملکونه په دی مسله تر څومره حده تفاهم لري.

هغه وویل چې دوه شخصیتونه داسې دي چې هغوي به په یوه کوټه کې کیني او دا پریکړه به کوي.

پمپیو وویل چې خبرې به وشي او د هغې نه وروسته به د دغه مشکل کار لپاره تگلاره وټاکل شي.

XS
SM
MD
LG