د لاس رسي وړ اتصالات

د وسله والو برید کې دوه پاکستاني افسران وژل شوي


پاکستاني چارواکو د شنبې په ورځ جنوري ۲۱ (سلواغې لومړۍ) وویل چې د هغه هیواد په شمال کې د پولیسو پر یوې پوستې د اروپکو په برید کې دوه پولیس افسران وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د طارق خان په نامه د پولیسو یو افسر ویلي وسله والو بریدګرو د خیبر پښتونخوا په چهارصده کې د زرداد داري پر پوستې په برید کې درې افسران په ډزو ویشتلي او خپله له سیمې تښتیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوو پولیس افسرانو روغتون ته له رسیدو مخکې ساه ورکړه خو دریم تر درملنې لاندې دی.

د دې پیښې نه درې ورځې مخکې هم په خیبر ناحیه کې د ورته پيښې په نتیجه کې درې پولیس افسران ووژل شو او دوه نور ټپیان شول.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ په خیبر کې د پولیسو په مرکز د برید کولو ادعا کړې خو تر اوسه د شنبې ورځې د برید د کولو ادعا هیڅ کومې ډلې نده کړې.

پاکستاني‌ طالبانو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو وروسته له هغه بریدونه ډیر کړل چې د حکومت سره اوربند یې په یو اړخیزه توګه مات کړ.

د خیبرپښتونخوا پولیس وایي په ۲۰۲۲ کې د ترهګرو سره په جګړې کې د هغوی ۱۱۸ پولیس وژل شوي او ۱۱۷ نور ژوبل شوي دي. دوی وايي‌ تېر کال یې ۸۰۶ ترهګر هم نیولي دي‌.

XS
SM
MD
LG