د لاس رسي وړ اتصالات

مېلر: ناټو د افغان امنیتي بنسټونو ملاتړ ته دوام ور کوي


جنرال مېلر او د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کندهار ته سفر کړی و
جنرال مېلر او د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کندهار ته سفر کړی و

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان او د کندهار ولایتي مقاماتو پدې ولایت کې د امنیتي بنسټونو ترمنځ د همکارۍ د دوام په اړه خبري کړي.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون سې شنبه جنورۍ ۱۲ ( مرغومې ۲۳) د کندهار له نوي والي روح الله خانزاده سره کتنه کې ويلي چې ناټو له افغان امنیتي بنسټونو سره خپل ملاتړ ته دوام ور کوي.

جنرال مېلر او د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا کندهار ته د سفر پر مهال د کندهار د امنیتي حالت په اړه هم خبري کړي.

سکاټ مېلر په یو بیان کې چي د کندهار د سفر په اړه خپور شوی ويلي: "خوشحاله یم چې د کندهار له والي سره مي وکتل او دا کتنه پدې اړه وه چې د بیلا بیلو امنیتي بنستونو ترمنځ همکاري څنګه دوام پیدا کړي او زموږ ژمنتیا به قوي پاته وي."

د کندهار د والي مطبوعاتي دفتر وايي چې والي روح الله خانزاده تیر ماښام له ميلر سره لیدلي خو د دې لیدني نور جزئیات يې ندي ښودلي.

د کندهار یو لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې تېره شپه ناوخته امریکايي او افغان نظامیانو د کندهار د هوايي ډګر د ځينو پوځي برخو د مسئولیت د انتقال په اړه غونډه لرله.

سرچینې زیاته کړه چې له امریکايي لوري څخه جنرال مېلر او له افغان لوري څخه د پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا پدې پروګرام کې برخه اخیستې وه.

په کندهار کې د نا امنیو له نوي څپې څخه وروسته تيره اونۍ نوی والي وټاکل شو او تر څنګ يې د ۲۰۵ اتل قول اوردو لپاره نوی قوماندان، د ملي امنیت نوی رئیس او د پوليسو لپاره د امنیت نوی امر ټاکل شوی.

کندهار ښار ته په نږدې پرتې ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو تر ډله ییزو بریدونو وروسته دا مهال د کندهار په ارغنداب، پنجوايي، ژړی او میوند ولسوالیو کې د افغان ګډو ځواکونو له لوري د ماینونو د لمنځه وړلو او د وسله والو طالبانو څخه د یادو سیمو د تصفيې عملیات دوام لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG