د لاس رسي وړ اتصالات

ارزګان کې چاودنې یو ښوونکی وژلی او څلور نوریې ټپیان کړي


د ارزګان چورې ولسوالۍ کې په دې چاودنه کې څلور ښوونکي ټپیان شوي دي
د ارزګان چورې ولسوالۍ کې په دې چاودنه کې څلور ښوونکي ټپیان شوي دي

د ارزګان په ولایت کې چارواکي وايي چې تیره شپه د دغه ولایت د چورې په ولسوالۍ کې د ماین په چاودنه کې یو ښوونکی وژل شوی او څلور نورټپیان شوي دي.

دا پېښه د چورې ولسوالۍ په مرکز کې تېره شپه اته نیمي رامنځ ته شوې.

په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي چې د چورې ولسوالۍ پوليسو د دې ولسوالۍ د لېسې ښوونکي او متعلیمین د یوې پوستې د جوړیدو لپاره بیګار کړي وو چې په پوسته کې د ماین چاودنه شوې.

دې زیاته وي چې په دې پېښه کې یو تن ښوونکی وژل شوی او څلور تنه نور ټپیان شوي چي د یوه ښوونکي روغتیايي حالت په کې نازک دی.

بارکزی ادعا کوي چي د چورې ولسوالۍ پوليسو داښوونکي په زور د کار لپاره له ځان سره بېولي وو.

د ارزګان د امنیت امر سمونیار عبدالقوي پېښه تائیده وي او وايي چې پوليس پدې اړه تحقیقات کوي.

ښاغلي بارکزي امریکاغږ اشنا رادیوته وويل " پېښه د ولسوالۍ په اختر کلي کې رامنځ ته شوې او هغه مهال چې د عبدالبصیر په نوم د زراعت د لېسې ښوونکی د خاورو څخه جالونه ډکول ماین چاودنه کړې هغه په کې وژل شوی او یو بل تن ټپی دی خو موږ تحقیق کوو چې دغه کسان څنګه پوستې ته د کار لپاره بیول شوي وو".

په ورته وخت کې بیا د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نوموړي امریکاغږ اشنا رادیو ته وویل چې ولایتي اداره پېښه په جدي توګه څېړي.

ښاغلي نایاب وويل" لومړني معلومات چې ولایت مقام ته رسیدلي د اختر کلي د امنيتي پوستې مسئول نوې دنده پيل کړې او د کلي اوسیدونکي چي د ده کليوال دي او پوستې ته ورغلي چې دغه پېښه رامنځ ته شوې خو د حقیقت معلومولو لپاره ولایتي اداره په جدیت سره کار کوي".

چوره ولسوالي د ارزګان د مرکز ترینکوټ او خاص ارزګان ولسوالۍ ترمنځ پرته ولسوالي ده چې مرکز يې له نسبي امنیت څخه برخمن دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG