د لاس رسي وړ اتصالات

د کورنیو چارو وزارت پر منسوبینو نوي محدودیتونه لګول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته د نوي وزیر په راتګ سره دغه وزارت پر پولیسو یو لړ محدودیتونه وضعه کړي چې له رسنیو سره د معلوماتو په شریکولو بندیز هم پکې شامل دی.

د کورنیو چارو وزارت تېره شپه ویلي، "د حساسو معلوماتو د خپرېدو د پایلو د مخنیوي او د محرمو رازونو د ساتلو په هدف هېڅ منسوب اجازه نه‌لري چې لاندې ۱۱موارد د ټولنیزو، چاپي او یا انځوریزو رسنیو له لارې خپاره کړي."

د دغه وزارت د ویاند نجیب دانش پر فېسبوک پاڼه په خپاره شوي ۱۱مادیز بیان کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت برحاله او پخوانیو منسوبینو ته دغه سپارښتنې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ټولو منسوبینو ته سپارښتنه کړې چې د مقرریو، تبدیلیو، ترفیع او ورته نورو مواردو په اړه د لوړپوړو چارواکو فرمانونه او احکام، د وظیفې پرمهال د پولیسو د موقعیت او عملیاتو بڼه، د جنايي جرمونو ضد عملیات او جنايي دوسیو څېړل او لاسته راوړنو په اړه معلومات خپاره نه‌کړي.

د دغه وزارت لخوا په خپاره شوي بیان کې همدارنګه د کورنیو چارو وزارت پر منسوبینو په رسنیزو بحثونو کې د معلوماتو پر شریکولو، د راتلونکو احتمالي کړکېچونو په اړه د نظر څرګندولو، د پوځي وسایطو او وسلو د انځورونو خپرولو او د کورنیو چارو وزارت پر رهبرۍ د انتقاد کولو محدودیت لګول شوي‌ دي.

د کورنیو چارو وزارت له ټولو منسوبینو غوښتي چې په انفرادي او ډله ییزه توګه په پوځي یونیفورم کې له عکسونو اخیستلو، د پولیسو د پوځي تاسیساتو او او دفترونو څخه د عکسونو له اخیستلو او په مراسمو کې د چپنو د تحفو له اخیستلو څخه ډډه وکړي.

افغان پولیس
افغان پولیس

د کورنیو چارو وزارت ویلي که د دغه وزارت هر منسوب له دغه اوامرو څخه سر غړونه وکړي له دندې څخه به لیري شي.

دغه وزارت ویلي چې د کورنیو چارو وزارت منسوبین «یوازې» په داوطلبانه ډول کولای شي چې د دغه وزارت اعلامیې، هدایات او امر خپاره کړي.

پر همدې مهال په افغانستان کې له ازاد رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا «نی» د معلوماتو پر شریکولو د کورنیو چارو وزارت نوي محدودیتونه د رسنیو قانون، معلوماتو د لاسرسي او د اساسي‌ قانون خلاف وبلل.

د نی ادارې اجرائیوي‌ مشر مجیب خلوتګر د پنجشنبې په ورځ د«مرغومې پر شپږمه» یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل: "د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو د مشر په توګه ښاغلي نجیب دانش او کورنیو چارو وزارت نوي وزیر امرالله صالح څخه زما غوښتنه داده چې د دغه سپارښتونو د محتوا په اړه یو ځل بیا نظر وکړي."

XS
SM
MD
LG