د لاس رسي وړ اتصالات

د کرهڼې وزارت ۳۶ زره بې وزلو ښځو سره مرستې کوي


تیرکال د کرهڼې وزارت شاوخوا دیرش زرو ښځو سره په ټولو ولایتونو کې د کوچنیو باغچو جړولو او د چرګانو او غواګانو د ویشلو له لارې مرستې کړې وې.
تیرکال د کرهڼې وزارت شاوخوا دیرش زرو ښځو سره په ټولو ولایتونو کې د کوچنیو باغچو جړولو او د چرګانو او غواګانو د ویشلو له لارې مرستې کړې وې.

د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۳۶ زره بې وزله ښځو سره د کورني عاید د پیاوړي کیدو په برخه کې د کوچینو کرهڼیزو پروژو له لارې د مرستې پروګرام ترتیب کړی، چې ورسره به دغه کورنۍ د اوږدې مودې لپاره عاید ترلاسه کړي.

د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني د جمعې په ورځ یوې غونډې ته په وینا کې د دغه پروګرام هدف په افغانستان کې د لوږې کمیدل وښودل.

ښاغلي دراني وویل " سږکال مونږ باور لرو، چې د نږدې ۳۶ زره ښځو سره، چې ۳۶ زره کورنۍ کیږي د چرګانو، وزو، غواګانو د ویشلو او د شنو او سړو خونو او کورنیو باغچو د جوړولو له لارې کورینو د اقتصاد پیاوړی کړو".

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په دې پروژه به ۵۰۰ میلیونه افغانۍ په مصرف ورسول شي او په ټولو ولایتونو کې به د کال په اوږدو کې عملي شي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په تیر ۱۳۹۷ لمریز کال کې هم له دېرش زرو څخه زیاتو ښځو سره د کرهڼې د بیلابیلو پروګرامونو له لارې مرستې کړې وې.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې تیرکال د ۳۰۳۰۵ بې وزلو ښځو سره د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه کیدلو لپاره په ۳۴ ولایتونو کې د کوچنو کورنیو باغچو، د چرګانو کوچنو فارمونو او د نورو دغسې کوچینو پروژو له لارې مرستې کړي دي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په تېرو کلونو کې د دې پروژې څخه یوازې په څو شمالي ولایتونو کې ښځو ګټه اخیستله، خو اوس د دغه پروګرام لمن ټولو ولایتونو ته پراخه شوې ده.

د افغانستان د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت دا پروګرام د دغه وزارت په کاري کړنو کې د بدلون په معنی ګڼي او وايي، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې یو شمیر پروګرامونو باندې کار کوي، چې هدف یې په کلیوالو سیمو کې د خلکو ژوند ښه کیدل دي.

په دغو پروګرامونو کې پر شپږ زره هکتاره ځمکه باندې د عادي او متراکمو باغونو جوړول هم شامل دي.

همداشان د پستې د ځنګلونو د پراخیدلو لپاره به د دغه وزارت له خوا پر اتلس زره هکتاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړ شي.

دا وزارت وايي، چې سږکال به د بادامو او جلغوزو په میلیونونو بوټي هم وکري.

د افغانستان د نفوس د اویاو او اتیاو فیصدو ترمنځ خلک د کرهڼې په سکټور متکي دي.

د افغانستان د مرکزي احصایې د وروستي راپور له مخې د دغه هیواد د شاوخوا ۳۱ میلیونو نفوس زیاته برخه له ښارونو بهر په کلیو کې اوسیږي.

د افغانستان د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمیرنو له مخې یوازې د دغه هیواد د څارویو عایدات کال کې اوه ملیاردو ډالرو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG