د لاس رسي وړ اتصالات

سږکال ۸۴۲ زره زده کوونکي ښوونځیو کې شامل شوي


افغانستان کې د جګړو او ناامنیو له امله شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.
افغانستان کې د جګړو او ناامنیو له امله شاوخوا درې نیم میلیونه ماشومان له زده کړو محروم شوي دي.

د پوهنې وزارت چارواکي وايي، چې سږکال د افغانستان د سړو سیمو په لومړنیو ښوونځیو کې د زده کوونکو د شاملیدلو بهیر د تیر لمریز کال پرتله شاوخوا اوه فیصده لوړ تللی دی.

د پوهنې وزارت ویاندې میرمن نوریه نزهت امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې اته سوه دوه څلویښت زره او ۷۳۵ تنه زده کوونکي په لوړنیو ښوونځیو کې جذب شوي دي.

میرمن نزهت وویل " د نوو شامل شوو زده کوونکو له ډلې شاوخوا ۴۳ فیصده یې انجونې دي، چې د نوو شامل شوو زده کوونکو مجموعي شمیر د تیر۱۳۹۷ لمریز کال پرتله په روان لمریز کال کې د سړو او ګرمو سیمو په ولایتونو کې تر اویا زرو پورې زیاتوالی ښيي".

د پوهنې وزارت وايي، چې د افغانستان د ګرمو سیمو لکه ننګرهار، کندهار، هلمند، فراه، لغمان، کونړ او نیمرزو د ولایتونو په ښوونځیو کې، د نوو زده کوونکو د جذبولو بهیر، چې نوی تعلمي کال په کې د سنبلې په میاشت کې پیل شوی لا روان دی.

د پوهنې وزارت د پلان له مخې ټاکل شوې، سږکال به په ښوونځیو کې تر یو میلیون پورې نوې زده کوونکي جذب شي.

د ماشومانو د ساتنې د ادارې " سیف اف چلنډرن" د تازه راپور له مخې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان،چې شاوخوا ۶۰ فیصده یې انجونې دي د یو لړ عواملو، چې په سر کې یې ناامني ده له ښوونځیو بهر پاتې دي.

دا اداره د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال د شمیرونو له مخې وایي، چې د ناامنیو له امله په افغانستان کې شاوخوا اوه سوه ښوونځي هم تړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG