د لاس رسي وړ اتصالات

سولې وزارت: مرکچي پلاوي د نومونو لیست به ژر اعلان شي


طالبانو ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د پیل وړاندې باید د بندیانو تبادله وشي
طالبانو ویلي، چې د بین الافغاني خبرو د پیل وړاندې باید د بندیانو تبادله وشي

د سولې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، په رسنیو کې د ملي امنیت د پخواني رئیس محمد معصوم ستانکزي په مشرۍ د یو شل کسیز مرکچي پلاوي د نومونو خپور شوی لیست نه تائیدوي او ډیر ژر به دا وزارت یو بشپړ لیست اعلان کړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې میرمن ناجیه انوري د پنجشنبې په ورځ د وري په اومه په ځینو رسنیو کې د خپور شوي نومونو د لیست په غبرګون کې د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا وزارت خپور لیست نه تائیدوي.

میرمن انوري لیکلي " دا لیست د سولې د وزارت له خوا د تائید وړ نه دی. د سولې د چارو د دولت وزارت به سولې د مرکچي پلاوي د نومونو بشپړ او تائید شوی لیست ژر د خلکو سره شریک کړي".

د نومونو په خپور شوي لیست کې د ښځو د حقونو د پنځه ښځینه فعالانو په ګډون د یو شمیر سیاسي ډلو او د ځینو ډلو د مشرانو او چارواکو ته د نږدې کسانو نومونو ته ځای ورکړل شوی دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت دا نه دي ویلي، چې د دغه وزارت له خوا بشپړ د نومونو لیست به کله خپور شي.

خو په کابل کې د چهارشنبې په ورځ یو لوړ پوړې امریکايي دیپلومات د یو ټیلیفوني کنفرانس له لارې د افغان خبریالانو یوې ډلې ته ویلي، چې ټاکل شوې افغان حکومت به د مرکچي پلاوي د نومونو لیست تر دوو ورځو اعلان کړي.

د سولې د مرکچي پلاوي د ټاکلو پر سر افغان حکومت له وړاندې د سیاسي ډلو او د مدني ټولنې له استازو سره سلامشورې کړي دي.

خو یو شمیر سیاسي مشران ادعا کوي، چې افغان حکومت غواړي د سولې مرکچي پلاوي غړي په انحصاري ډول وټاکي.

خو افغان حکومت دا ادعاوې ردې کړي دي.

XS
SM
MD
LG