د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرنیزو پروژو د تطبیق ناسم مدیریت شوی - راپور


د اداری فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډه کمیټه (MEC) وايي، د کارډ ـ اف د کرنیزو او بیارغونې پروژو د ناسم مدیریت له امله د پیسو لویه برخه بې‌ځایه لګول شوې ده.

دغې کمیټې، د یکشنبې په ورځ د کارډ - اف پروګرام له خوا د عملي شویو شویو پروژو په اړه د خپلې څیړنې پایلې له رسنیو سره شریکې کړې.

د دغې کمیټې موندنې ښيي، د کارډـاف پروګرام له لارې په افغانستان کې له دوه زره او نهم کاله تر دوه زره او اتلسم کاله د یو نوي میلیونو پونډو په ارزښت پانګونه په پام کې کې نیول شوې ده.

خو د یادې کمیټې یو کمیشنر باري سلام وايي، د دغو پیسو ۶۶ فیصده په ظرفیت جوړونې او تخنیکي برخه کې لګول شوي، چې ډیره برخه یې نړیوالو قراردادیانو ترلاسه کړې ده او ۳۳ فیصده نور یې په افغانستان کې په رغنیزو او کرنیزو برخو کې لګول شوي دي.

هغه وویل "په افغانستان کې د تمویل کونکو ادارو کومې مرستې چې افغانستان ته راځي ادعا کیږي چې ډیره برخه یې د بهرنیو کارکونکو د استخدام له املهبیرته ځي تمویل کونکو هیوادونو ته په کاردـاف پروژه کې که تاسو وګورې له پنځوس فیصدو څخه ډیره برخه یې په تخنیکي برخه او ظرفیت جوړونه کې لګول شوي دي".

دغې کمیتې ادعا کړې، چې د کارډ - اف پروژې له لارې د لګول شویو پیسو لویه برخه بهرنیانو ته د معاشونو په ورکولو کې لګول شوې او د کرنې پر ودې او پراختیا یې د پام وړ اغیزه نه ده کړې.

د میک ادارې پر وینا د کارډـاف په پروژه کې سربیره پر دې د تمویل کونکو ادارو لخوا کمزوره څارنه او تفتیش، خپلوۍ پالنه، په قراردادونو کې بې نظمي نور هغه موارد دي، چې د یادې پروژې روڼیتا یې تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

دغې کمیټې تمویلونکو ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د کارډ-اف په پروګرام کې د شفافیت د رامنځ ته کولو لپاره اقدام وکړي او د اداری فساد پر ضد د مبارزې د څارنې او ارزونې له ګډې کمیټې سره بحث ته چمتو شي.

د افغانستان د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د کارډ - اف پروګرام له دوه زره او نهم کال راهیسې په افغانستان کې د کرنې او اوبو لګولو او کلیو پراختیا وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي او د افغانستان په کچه کرنیزې او د بیارغونې پروژې عملي کوي.

XS
SM
MD
LG