د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ د ښکلا ملکې سیاليو تنظیمونکي غواړي د دې سیالیو یوه برخه کشمیر کې وشي


د نړۍ د ښکلا ملکې د سیالیو تنظیم کوونکي وایي پدې غور کوي چې ددې سیالیو یوه برخه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې ترسره کړي.

د دې سازمان مشرې جولیا مورلي سه شنبه اګست ۲۹ (وږي ۷) وویل چې ټاکل شوې دا سیالۍ د هند په بیلا بیلو برخو کې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر او ډسمبر په میاشتو کې پیل شي او هیله لري چې یوه برخه به یې په کشمیر کې ترسره شي.

میرمن مورلي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د سرینګر ښار ته تللې وه ، خبریالانو سره یې په خبرو کې وویل، "دا د ګرخندویۍ لپاره مبارک ځای دی".

په همدې حال کې په هند کې د PME په نامه د غونډو تنظیموونکو ویلي چې لا پدې هکله پریکړه نده شوې چې د نړۍ د ښکلا ملکې د سیالیو وروستۍ برخه به د د دې هیواد په کوم ځای کې کیږي خو دومره یې ویلي چې وروستۍ نیټه او ځای به په رسمي توګه اعلان شي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د څو لسیزو راپدیخوا بیلتون غوښتونکي د خپلواکۍ یا پاکستان سره د یو ځای کیدو لپاره وسله واله مبارزه کوي خو د هند حکومت غواړي پدې سیمه کې د ګرځندویانو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي او خلک وهڅوي چې د سیل لپاره ورشي.

داسې ویل کیږي چې یوازې تیر کال دې سیمې ته څه باندې یو ملیون وګړي یوازې د هند بیلا بیلو برخو څخه د سیل لپاره ورغلي و.

د هند حکومت د همدې روان کال د مې په میاشت کې د سرینګر په ښار کې د جي-۲۰ هیوادونو د ګرځندویۍ یوه غونډه جوړه کړه چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و.

د هند حکومت په ۲۰۱۹ کال کې د دې سیمې د محدودې خپلواکۍ حیثیت لغوه کړ او د د دې غونډې په جوړولو سره یې غوښتل نړۍ ته وښیي چې هلته وضعیت عادي او سوله ایز دی.

د کارولینا بایلواسکا په نامه میرمن چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د نړۍ د ښکلا ملکې سیالۍ ګټلي وایي چې د کشمیر په ښکار بیخي حیرانه شوې. بایلواسکا د پولینډ ده.

هغه وایي دیته سترګې په لار ده چې د نړۍ د ۱۴۰ هیوادونو څخه خلک دلته ورشي او د کشمیر، ډهلي او مومبای په شان د دې هیواد ښکلي ښارونه وګوري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG