د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې قهرجنو مظاهره چیانو د عیسویانو ۸۷ کورونه او ۱۹ کلیساګانې زیانمنې کړي


په پاکستان کې پولیس وایي قهریدلیو مظاهره چیانو چې اسلام ته د سپکاوي په خاطر د ښار لارو کوڅو ته راوتلي و، یوازې د پنجاب په ولایت کې یې څه باندې ۱۹ کلسیاګانې او د عیسویانو څه باندې ۸۰ کورونه زیانمن کړیدي.

د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور جمعه اګست ۱۸ (زمري۲۷) د فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د دې ولایت د جارانوالا ښار څخه سلګونه عیسویان اړ شوي چې خپل کورونه د ډار له کبله پریږدي.

د پولیسو دې مشر په پیښه خفګان ښودلی او دا یې هم ویلي چې دا ډول تشدد په هیڅ ډول توجیه کیدی نشي.

مظاهره چیانو تور لګولی و چې د عیسوي مذهب دوو پیروانو چې دواړه یې وروڼه دي، د اسلام تر ټولو سپیڅلي کتاب قران ته یې سپکاوی کړی خو د پولیسو دا مشر وایي چې د دې وروڼو څخه هغه پخپله پوښتنې ګرویګنې کړي تر څو نور پولیس پرې نږدې چې شکنجه یې کړي.

پولیسو د دې پیښو په تړاو ۱۲۸ تنه نیولي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې ځینو عیسویانو ته یې پخپلو کورونو کې پنا ورکړې وه تر څو د قهریدلو مظاهره چیانو څخه خوندي شي او ځینو نورو بیا د خپلو کورونو په دروازو د قرانکریم آیاتونه لیکلي و تر څو خلک پرې برید ونکړي.

په عین حال کې د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې عیسویانو مظاهرې کړي او د حکومت څخه یې د لا خوندیتوب غوښتنه کړې.

د پنجاب صوبایي حکومت ویلي چې د پیښې په هکله به پلټنې کوي او د دې ولایت موقتي اعلی وزیر محسن نقوي ویلي چې په تشدد کې زیانمنو شویو کورنیو ته به تاوان ورکول کیږي.

دغه تاوتریخوالی د بشري حقونو مختلفو کورنیو او نړیوالو ډلو غندلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه هېواد کې د مذهب د سپکاوي د قانون د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. د مذهب د سپکاوي د قانون له مخې هر هغه څوک چې اسلام او اسلامي مذهبي شخصیتونو ته په سپکاوي تورن وي، کیدای شي د مرګ په سزا محکوم شي.

که څه هم مقاماتو تر دې دمه دا حکم نه دی پلي کړی، خو دغه قانون اسلامپالو افراطیانو ته توان ورکړی او هڅولي یې دي چې له معافیت پرته اقدام وکړي او په اسانۍ سره مذهبي اقلیتونه یا هغه کسان په نښه کړي چې متفاوتې عقیدې لري.

د ټولنیز عدالت د مرکز د معلوماتو له مخې، له ۱۹۸۷ کال راهیسې په پاکستان کې څه باندې دوه زره کسان مذهب ته په سپکاوي تورن شوي او لږ تر لږه ۸۸ یې د خلکو له خوا شکنجه شوي دي.

د بشري حقونو ډلې وايي په پاکستان کې مقدساتو ته د سپکاوي قانون څخه اکثر د شخصي دښمنیو او اقلیتونو په نښه کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کیږي.

عیسویان چې د پاکستان د نفوس دوه فیصده برخه جوړوي، اکثر په درواغو او بې اساسه تورونو سره په کفر ویلو تورن کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG