د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان د المپیک په سیالیو کې مسلمانانو ته ګرځنده جوماتونه جوړوي


جاپان د ۲۰۲۰ کال د نړیوال المپیک په سیالیو کې د مسلمانو نندارچیانو د اسانتیا په مقصد ګرځنده جوماتونه جوړوي.

دغه اوږدې لارۍ ۴۸ متر مربع ځای لري چې تر ۵۰ کسانو پورې پکې په یو وخت لمونځ کولی شي.

ټاکل شوې چې د المپیک سیالۍ به سږکال د جولای په میاشت کېپه جاپان کې وشي چې کتلو ته به یې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په سلگونو زره سیلانیان ورشي.

چارواکي وایي چې په دغو ګرځنده جوماتونو باندې به په عربۍ ژبه جومات لیکل شوي وي چې په موندلو کې یې مسلمانانو ته ستونزه نه وي.

همداراز جومات به په داسې ځای وي چې ورته نږدې به اوداسه لپاره د پاکو اوبو اسانتیا هم موجوده وي.

د ګرځنده جومات د پروژې اجرایي رئيس یاساهورا اینویه، هیله ښودلې چې په دغه کار سره به مسلمانانو ته روحي ارامتیا ورپه برخه شي. هغه وایي زه غواړم چې ورزشکاران په عالي روحیې سره سیالۍ وکړي او سیلانیان د لوبغاړو تشویقولو لپاره میدان ته خوشحاله راشي.

د جاپان د المیپک کمیټې چارواکي وایي چې هغوي غواړي د ټولو مذهبونو پیرانو ته مناسبه امکانات برابر کړي.

دغه جوماتونه به د المپیک د سیالیو د میدانونو په شاوخوا کې د جولای د میاشتې ۲۴ نیټې څخه د اګست تر ۹ نیټې پورې د خلکو په چوپړ کې وي.

XS
SM
MD
LG