د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: د پاکستاني طالبانو دویم لوړپوړی مشر په کنړ کې وژل شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، چې د پاکستاني طالبان د رهبرۍ د کچې دویم غړی په کونړ ولایت کې د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې وژل شوی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش له امریکا غږ آشنا سره په خبرو کې، د پاکستاني طالبانو د رهبرۍ د کچې د وژل شوي غړي د هویت په اړه بې‌خبري وښوده خو وې ویل، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې وژل شوی کس عمر نومیږي.

هغه وویل "تر اوسه معلومه نه ده چې کوم عمر دی، عمر رحماني دی، عمر سواتي دی او که مُفتي نورولي دی. مقصد یو نفر د دوی له رهبرۍ څخه په ډرون بریدونو کې له منځه تللی دی".

د جنرال رادمنش پر وینا د پاکستاني طالبانو دغه لوړپوړی غړی، د ډیورنډ کرښې ته نږدې په "مماس" سیمه کې په نښه شوی دی.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه، چې په دې اړه به بشپړ جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

پاکستاني طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په تیرو دوو اونیو کې د پاکستاني طالبانو دویم لوړپوړی مشر دی، چې په کنړ ولایت کې وژل کیږي.

د روان کال د غبرګولي په ۲۵ د افغانستان دفاع وزارت وویل، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل‌الله په کنړ ولایت کې وژل شوی دی.

له دغه خبر څو ورځې وروسته د تحریک طالبان پاکستان ډلې په رسمي ډول د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د خپل پخواني مشر ملا فضل‌الله وژل کیدل تائید کړل او مفتي نورولي محسود یې د هغه د ځای ناستي په توګه وټاکه.

XS
SM
MD
LG