د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د "طالب جنګیالیو سره د برادر ملاقات" افغان حکومت اندېښمن کړی


څه موده مخکې له قطر څخه یو طالب پلاوی پاکستان ته ولاړ
څه موده مخکې له قطر څخه یو طالب پلاوی پاکستان ته ولاړ

افغان حکومت وايي چې په پاکستان کې دننه د افغان اورپکو او د مشرانو موجودیت او فعالیت یې د افغانستان ملي حاکمیت ته زیان رسوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په "پاکستان کې له یو شمېر طالب جنګیالیو سره د ملا غني برادر" په ملاقات اندېښنه ښودلې ده.

څو ورځې مخکې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوه چې په کې د طالبانو یو مشر ملا غني برادر ظاهرآ د پاکستان د کراچۍ ښار په کوم روغتون کې له هغو طالب زخمیانو سره ګوري چې افغان ځواکونو سره په جګړې کې ژوبل شوي او هلته یې درملنه کیږي.

معلومه نه ده چې دا ویدیو کله ثبت شوې ده. ملا برادر په دغې ویدیو کې راټولو شویو طالبانو ته وايي: "زمونږ ټول مشران دلته دي، د [ټپیانو] درملنه په هیواد کې ممکنه نده او ناچاره یو چې دغه وضعیت وزغموو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "د پاکستان په خاوره کې د افغان شورشیانو او د هغوی د مشرانو علني شتون او فعالیت په څرګنده د افغانستان ملي حاکمیت نقض کوي، په سیمه کې د کړکیچ او بې ثباتۍ د دوام سبب کیږي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې رامنځ ته کیدل د جدي ګواښ سره مخ کوي."

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو پلاوی تیره اونۍ پاکستان ته په درې ورځني سفر تللی و او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر او صدراعظم سره کتلي وو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پاکستان له حکومکت نه "جدي" غوۍښتل شوي چې اجازه ورنکړای شي د پاکستان خاوره د هغو یاغیانو او عناصرو له لورې استعمال شي د د جګړې او وینې تویدنې پر دوام ټینګار کوي.

پاکستان تر دې دمه د افغان حکومت د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. او نه یې هم په پاکستان له طالب جنګیالیو سره د ملا برادر او نورو طالب مشرانو د ملاقات په اړه کومه خبره کړې.

XS
SM
MD
LG