د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا غږ د مشر محمد اکبر ایازي پر مړینې د خواشینۍ پیغامونه


محمد اکبر ایازي تېره شپه په خپل استوگن ایالت ویرجینیا کې د ۶۵ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغ له امله وفات شو
محمد اکبر ایازي تېره شپه په خپل استوگن ایالت ویرجینیا کې د ۶۵ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغ له امله وفات شو

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، افغان سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو پراخو کاروونکو په بېلابېلو پیغامونو کې د امریکا غږ مرکزي او جنوبي اسیا د مشر محمد اکبر ایازي پر مړینې د خواشینۍ پیغامونو کې د هغه مړینه یوه لویه تشه بللې ده.

د افغانستان وتلی ژورنالست لیکوال او ویاند د امریکا غږ د جنوبي او مرکزي اسیا د خپرونو عمومي رئیس محمد اکبر ایازي تېره شپه د ویرجینیا په ایالت کې د ۶۵ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغ له امله وفات شو.

د امریکا غږ رئیسې امندا بنیت د اکبرایازي مړینه "یوه دردناکه ضایعه نه یواځې د د هغه کورنۍ ته بلکه د امریکا غږ ته" وگڼله. میرمن بنیت د کار او مسلک سره د مرحوم ایازي د "نوښتگرۍ، ژمنتیا او مینې" ستاینه وکړه.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ نن دوشنبه (وږې میاشتې ۴) په یوې اعلامیې کې د مرحوم ایازي پر مړینه د خواشینۍ په ښودلو سره، د هغه کورنۍ، دوستانو او د رسنیو کورنۍ ته تسلیت ویلی دی.

په دغه اعلامیه کې د ولسمشر محمد اشرف غني له قوله ویل شوي: "مرحوم ایازي د ټولنیزو رسنیو له لارې د خلکو د ذهنیت په جوړولو او روښانه کولو کې رغونکی رول درلود، د هغه فعالیتونه نه هېرېدونکي دي او مړینه یې د افغانستان د رسنیو د کورنۍ لپاره یوه لویه تشه ده."

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په یو پیغام کې د مرحوم ایازي مړینه یوه لویه تشه بللې او د هغه کورنۍ او د رسنیو کورنۍ ته یې تسلیت ویلی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم، په یو پیغام کې د خواشینۍ په ښودلو سره د هغه مړینه لویه تشه بللې ده.

ښاغلي کرزي ویلي: "ارواښاد اکبر ایازي د هېواد سابقه دار او تکړه لیکوال او ژورنالیست و چې د خپل خوږ عمر په اوږدو کې یې د مطبوعاتو په برخه کې بې ساري او د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي. د ده مړینه ستره ضایعه ده".

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال رسول باوري د مرحوم ایازي پر مړینې د خواشینۍ په ښودلو سره د هغه شخصیت په اړه امریکا غږ ته وویل: "یو داسې شخصیت چې هم یې د ژورنالیزم اصولو ساتل او هم یې ژورنالیستکي چارې هغه سي چې باید د علمي اصولو پر بنسټ پرمخ تللي وای، پرمخ یې بېولې، په ډېرو ملي مسائلو کې خدای بخښلي ایازي د یو افغان په توګه د مسائلو څېړنه کوله او د هغه په اړه یې نظریات ټولول او کله چې به ده خپل نظر هم وړاندې کوئ ده ته به تر ټولو وړاندې د انسانیت مقام او عزت مطرح و، نو ځکه دی له همدې دلیله د ټولو افغانانو په زړونو کې ځای لري."

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشاور حمدالله محب هم پر خپل ټوېټر د هغه پر مړینه خواشیني ښودلې ده.

د افغانستان رسنیو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د ټولنیزو رسنیو زیات شمېر کاروونکو په بېلابېلا پیغامونو کې د مرحوم محمد اکبر ایازي پر مړینه د خواشینۍ په ښودلو سره د هغه کورنۍ او دوستانو ته تسلیت ویلی دی.

XS
SM
MD
LG