د لاس رسي وړ اتصالات

محب پاکستان ته: موږ سره د اړیکو پرې کولو په ځای تروریستي ډلو سره اړیکې پرې کړئ


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب

له هغه وروسته چې پاکستاني چارواکو وویل د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب سره رسمي رابطه نه ساتي، ښاغلي محب وویل تر دا مهاله دغه پرېکړه د اسلام اباد لخوا له افغان حکومت سره نه ده شریکه شوې.

ښاغلي محب نن شنبه مۍ ۲۹ (غبرګولې اتمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: "تر دا مهاله دغه پرېکړه په رسمي ډول د افغانستان له حکومت سره نه ده شریکه شوې، له پاکستان څخه د دا ډول غیر دپلوماتیک اقدام تمه نه کیږي، که چیري رسمي شي بیا به موږ د خپلو دپلوماتکو ادرسونو له لارې ځواب ورکړو."

د پاکستان یوې حکومتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي وو چې اسلام اباد د افغانستان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره رسمي راشه درشه نه پالي.

پاکستاني چارواکو د دې کار دلیل د ښاغلي محب هغه "تندې" څرګندونې بللې چې هغه څه موده وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د پاکستان په هکله کړې وې.

د پاکستان د حکومت یو جګپوړي چارواکي چې د موضوع په هکله معلومات لري، امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د پاکستان حکومت د ښاغلي محب د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان ته د "ژورې ناراضایۍ"پیغام رسولی.

خو د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار یو ځل بیا پاکستان د افغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې کابل له اسلااباد سره د دپلوماتیکو اړیکو غوښتونکی دی.

هغه په ځانګړي ډول په کابل کې د سید الشهدا ښوونځي مخته او لوګر کې د مرګونو چاودنو تر شا د پاکستان لاس وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان او پاکستان اړیکې ښې نه دي او مخکې هم ښې نه وې.

ښاغلي محب زیاته کړه: "د پاکستان رابطه قطع کول دومره تاوان نه لري، ځکه تر اوسه هم رابطه ښه نه ده. له موږ سره د اړيکو د پرې کولو پر ځای ښه دا ده چې خپلې اړيکې له تروريستي ګروپونو سره قطع کړي."

محب وویل چې په افغانستان کې د پاکستان مداخله او له تروریستي ډلو د هغه هیواد ملاتړ کومه پټه خبر نه ده او په وینا یې نړیوالې ټولنه هم ورڅخه خبره ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مۍ میاشتې پر ۱۷مه د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب څرګندونې رد کړي وې او هغه یې غیر مسؤلانه بللې وي.

پاکستان ویلي و چې ورته څرګندونې به د اسلام اباد او کابل اړیکو ته زیان ورسوي.

افغان چارواکو په وار وار پاکستان په افغانستان کې له جنګېدونکو طالبانو څخه په ملاتړ او ځای ورکولو تورن کړی، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG