د لاس رسي وړ اتصالات

محسن داوړ د ټاکنیز کمپاین پر مهال د یو برید څخه روغ وتلی دی


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې د پاکستان د پارلمان د پخواني غړي او د ملي دیموکراتیک غورځنګ د مشر محسن داوړ د موټرو په کاروان باندې ناپیژاندو وسله والو د شمالي وزیرستان د ټاپي په سمیه کې ډزې کړې، خو په برید کې هغه ته زیان نه دی رسیدلی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې محسن داوړ د چهارشنبې په ورځ جنورۍ درییم (مرغومې ۱۳) خپل ټاکنیز کمپاین ته په لار و چې د موټرو پر کاروان باندې یې د شمالي وزیرستان د ټاپي په سمیه کې ناپیژاندو وسله والو ډزې وکړې.

پولیسو خبریالانو ته ویلي چې محسن داوړ ته په دې برید کې زیان نه دی رسیدلی.

عیني شاهدانو خبریالانو ته ویلي چې ناپیژاندو وسله والو د دوو خواو څخه د ښاغلي داوړ په موټر ډزې وکړې چې له امله یې د هغه د موټر مخ او شا برخو باندې مرمۍ لګیدلي دي او د موټر ښیښو ته هم په کې زیان رسیدلی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي چې ښاغلي داوړ د مرمیو ضد یو لینډکروزر موټر کې سفر کوه.

د پاکستان د پارلمان یو بل پخواني غړي او د پښتون ژغورنې د غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر هم د خپل ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر محسن داوړ باندې د ټاکنیز کمپاین پرمهال برید تائید کړی او ویلي دي چې هغه ددغه برید څخه روغ وتلی دی.

علي وزیر ویلي چې دا برید په سختو ټکو غندي او زیاته کړې ده:" د دیموکراتیکو افکارو د ځپلو لپاره پاکستان د دولتي ادارود کارکوونکو پلانونه به هیڅکله کامیاب نشي".

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د رارونې فبرورۍ د میاشتې اتمه په دغه هیواد کې د پارلماني ټاکنو لپاره ټاکلې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت ځینو سیاسي مشرانو ته د هغوی د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال د ترهګریزو بریدونو ترسره کیدو خبرداری ورکړی و.

دغو رسنیو ویلي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په وروستیو ورځو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مولانا فضل الرحمان او د عوامی نیشنل ګوند ایالتي رئیس ایمل ولي خان ته پر هغوی د ترهګریزو بریدونو د ترسره کیدو خبرداری ور کړی و.

د مولانا فضل الرحمان د موټرو په یو کاروان باندې د خېبر پښتونخوا د ایالت په ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ډسمبر ۳۱ ( مرغومې لسم) کله چې هغه ډيره اسماعيل خان ته روان و د سي پيک لارې سره نزدې د پارک په نوم سيمه کښې د موټرو په کاروان باندې یې ډزې وشوې.

د جمعیت علما اسلام ګوند یو وياند مولانا جليل خان خبریالانو ته ویلي و چې په دې برید کې چاته د سرزیان نه دی رسیدلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG