د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت وايي طالبانو دوو اونیو کې ۶۹ ملکیان وژلي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تیرو دوه اونیو کې د طالبانو د بریدونو له امله ۲۱۰ ولسي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د شنبې په ورځ اکتوبر درېیمه (تلې ۱۲) امریکا غږ ته وویل د طالبانو په بریدونو کې په دوو اونیو کې ۶۹ ولسي وګړي وژل شوي او ۱۴۱ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي ارین په وینا وسله‌ والو طالبانو په دغې مودې کې نژدې۶۵۰ تهاجمي بریدونه کړي او ۸۶ ماینونه یې چاولي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند په دغو بریدونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو د تلفاتو شمېر څرګند نه کړ خو زیاته یې کړه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو د بریدونو په ځواب کې دغې ډلې ته درنه مرګ‌ ژوبله اړولې ده.

هغه همداشان د شنبې په ورځ د ننګرهار په غني خیلو ولسوالۍ کې موټربم برید د طالبانو کار بللی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۳۸ نور ټپيان دي.

د دغه برید مسولیت تراوسه چا نه دی منلی او وسله‌والو طالبانو هم د کورنیو چارو وزارت د ادعاو په تړاو تبصره نه ده کړې.

په افغانستان کې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې دا شمېرې په داسې حال کې وړاندې کېږي چې افغان دولت او وسله‌والو طالبانو د سولې د مرکچي پلاوي د تماس ډلې د سولې د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره په یوې تګلارې لا موافقه نه ده کړې.

افغان حکوم او یو شمیر ملي او نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې د جګړو او تاوتریخوالي له امله ولسي وګړو ته د مرګ‌ ژوبلې د اوښتو په تړاو اندېښنه ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې تاوتریخوالی کم او اوربند وکړي.

XS
SM
MD
LG