د لاس رسي وړ اتصالات

نن په ټول افغانستان کې صرافانو کاري اعتصاب پیل کړی دی


د افغانستان د صرافانو شورا نن شنبه په ټول افغانستان کې د «مهسا» په نوم د یو صراف د لور د وژلو په غبرګون کې د اعتراض په ډول د پیسو د راکړې ورکړې ټول مرکزونه د یوې ورځې لپاره وتړل.

د صرافانو د شورا غړي چې نن د «کب پر ۲۵مه» په کابل ښار کې د «سرای شهزاده» مخې ته په یوې اعتراضیه غونډه کې راټول شوي د «مهسا» په نوم نجلۍ قاتلینو ته یې د اعدام غوښتنه کول.

شپږ کلنه مهسا په سرای شهزاده کې د یوه صراف لور وه چې د کب میاشتې پر ۱۹مه د کابل ښار به خېرخانه سیمه کې اختطاف شوه او یوه ورځ وروسته یې پولیسو په یاده سیمه کې جسد پیدا کړ.

د افغانستان د صرافانو د شورا مشر میر افغان صافي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې له کاري اعتصاب څخه یې هدف د مهسا وژونکو ته د اعدام غوښتل او د صرافانو امنیت ته د حکومت پام اړول دي.

صرافان وايي که حکومت یې غږ وانوري په دوامداره کاري اعتصاب لاس پوري کړي
صرافان وايي که حکومت یې غږ وانوري په دوامداره کاري اعتصاب لاس پوري کړي

نوموړي زیاته کړه:"نن مو په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب کړی و،زموږ غوښتنه د مهسا د قاتلینو اعدام دی، د مهسا قاتلین باید اعدام شي،زموږ د صرافانو قاتلین باید اعدام شي، او د صرافانو نور قاتلین چې نه دي نیول شوي باید ونیول شي او اعدام شي."

ښاغلي صافي زیاته کړه که حکومت د مهسا قاتلین اعدام نه کړي په ټول افغانستان کې به صرافان دومداره کاري اعتصاب پیل کړي.

هغه وویل چې د جنايي پېښو زیاتوالی په افغانستان کې د صرافانو لپاره له جدي ګواښونو څخه ګڼل کېږي او زیاتوي چې د تېرو دریو میاشتو راپدېخوا ۱۲ صرافان په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو د ناڅرګندو کسانو لخوا اختطاف شوي چې یو شمېر یې د پیسو په بدل کې خوشي شوي او یو شمېر نور یې د اختطافچیانو لخوا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د جنايي پېښو زیاتوالي د صرافانو پر کار باندې منفي اغېز کړی دی.

ښاغلي‌ صافي وویل:"دومره منفي اغېز یې کړی دی چې هر سهار صراف له کور څخه وزي ماځیګر ته یې دا تمه نه يي چې کور ته به ژوندی رسېږي، ټول یو ډول په اندېښنه کې دي، زموږ اولادونه په خطر کې دي، زموږ اولادونه مکتبونو او پوهنتونونو کې دي، موږ ورته اندېښمن یو، دې وضعیت زموږ پر کار وبار منفي اغېزه کړې ده."

د افغانستان د صرافانو ټولنه حکومت دوی ته په نه پاملرنې تورنوي او زیاتوي که چیري حکومت ورته پاملرنه ونه کړي‌ افغان صرافان به خپله پانګه بهر ته انتقال کړي.

صرافان وايي‌ حکومت باید د دوی امنیت ته توجه وکړي
صرافان وايي‌ حکومت باید د دوی امنیت ته توجه وکړي

دا په داسې حال کې ده چې د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو تېره اونۍ د مهسا د قاتلینو د نیولو خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې نیول شوو دوو تنو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

تر یادې پېښې وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو هم د مهسا د قاتلینو لپاره د اعدام غوښتنه وکړل.

په افغانستان په ځانګړي ډول په کابل کې د ماشومانو اختطاف د افغانانو له جدي اندېښنو څخه ګڼل کېږي، او له حکومت څخه یې د مخنیوي په برخه کې د لازمې توجه غوښتنه کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تر یادې پېښې وروسته پر خپل ټوېټر وویل چې اړوندو ارګانونو ته یې امر کړی چې د مهسا وژونکو ته د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې سخته سزا ورکړي.

XS
SM
MD
LG