د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې دې د ګوزڼ مخنیوي ته ځانګړی پام وشي - د روغتیا مسوولین


د پکتیکا روغتیايي مسوولین وايي په برمل ولسوالۍ کې د ګوزڼ د دوو مثبتو پېښو رامنځته کېدو وروسته یې دې سیمې ته ځانګړې پام کړی، ترڅو نور ماشومان ددې ناروغۍ څخه خوندي وساتل شي.

د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست سرپرست رئیس ډاکټر اسدالله رسولي وویل چې د برمل ولسوالۍ په هغو سیمو کې چې د پولیو دوه مثبت پیښې پکې تثبیت شوې وې، څلور کلینکونه جوړوي او سربېره پر دې به د واکسین رضاکاران هم زیات کړي.

رسولي زیاتوي چې په دې سره به ممکن د پولیو نورو پېښو د رامنځته کېدو احتمال کم شي. هغه وویل: "برمل ته مونږ ځانکړی پروګرام لرو، مونږ غواړو په برمل کې څلور کلینکونه په هغه ساحو کې جوړ کړو چې د پولیو پیښې ثبت شوي دي، په دې کلینکونو کې به د همیشه لپاره واکسیناتوران هم ځای پر ځای کړو".

د برمل اوسېدونکي د کلینکونو په جوړېدلو خوښ دي، خو وايي تر دې دمه يې په سیمه کې روغتیايي سهولتونه کم دي.

د برمل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ګل آغا وايي، که په سیمه کې یې روغتیايي اسانتیاو ته زمینه برابره شي دوی به ورسره بشپړه همکاري وکړي.

هغه وايي: " ګوزڼ یوه داسې ناروغي ده، چې نور ماشومان هم پرې اخته کېږي او نورو سیمو ته هم خپرېږي، له حکومت څخه مو غوښتنه ده، چې دې سیمو ته واکسین راوړي ترڅو مو ماشومان له دې وژونکې ناروغۍ خلاص شي".

د پکتيکا ولايت د عامې روغتیا ریاست پخوانی رئیس ډاکټر ولي ګل په دې نظر دی چې که په برمل ولسوالۍ د وزیرستاني کډوالو لپاره ځانګړی کمپ جوړ شي، د پولیو ویروس د خپرېدلو مخه به ونیول شي.

نوموړی وايي "یو مشکل چې مونږ او دا خلک يې لري هغه دا چې که دې خلکو ته یو کمپ جوړ شي دا مشکلات به ټول له منځه لاړ شي او دوی به له هر ډول اسانتیاو څخه برخمن شي".

د یادولو ده چې په تېر ۲۰۱۹ مېلادي کال کې په افغانستان کې د پولیو ۲۸ مثبت پیښې ثبت شوې وې، چې د پکتیکا د دوو پېښو په شمول، ۹ په ارزګان، ۶ په کندهار، ۵ په هلمند، دوه په فراه، یوه په بادغېس، یوه په کونړ ، یوه په بغلان او یوه هم په ننګرهار کې

XS
SM
MD
LG