د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت: د جګړو له امله څه باندې زر بندیان تښتیدلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان حکومت تائیدوي چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو جګړو له امله سلګونه زندانیان تښتېدلي دي.

د افغانستان د زندانونو چارو ادارې ویاند صفي الله جلالزي نن چهارشنبه اګست ۱۱ (زمري ۲۰) امریکا غږ ته وویل د هغو ولایتونو له زندانونو څخه چې جګړه پکې روانه ده څه باندې زر زندانیان تښتېدلي دي، خو نوموړي روښانه نکړه چې یاد زندانیان په خاص ډول د کومو ولایتونو له زندانونو تښتېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د دغه زندانیانو اکثریت یې په جنايي جرمونو، د نشه يي توکو قاچاق، اختطاف کوونکي او په غلاوو تورن مجرمین و."

هغه وویل چې د یادو زندانیانو تېښته به د دې لامل شي چې په ټولنه کې به یو ځل بیا جنايي او جرمي فعالیتونه زیات شي.

د افغانستان د زندانونو چارو ادارې ویاند څرګنده کړه چې حکومت د امنیتي وضعیت په ښه کېدو سره د تښتېدلو زندانیانو د بیرته نیولو په لټه کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو ولایتونو پر ښارونو د طالبانو تر بریدونو وروسته یو شمېر بندیان له محبسونو څخه تښتېدلي دي.

تیره اونۍ د تخار، کندز او شبرغان له زندانونو څخه د بندیانو د تښتېدلو ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

XS
SM
MD
LG