د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي د بغلان په سیلابونو کې سلګونه کسان مړه شوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د افغانستان په یو شمیر شمالي او لویدیځو ولایتونو کې د جمعې د ورځې ناوخته سیلابونو خلکو ته ډیر زیات د سر او مال زیانونه اړولي دي، چې یوازې د بغلان په ولایت کې په دغو سیلابونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۳۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ مۍ ۱۱( ثور ۲۲) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مهاجرت د نړیوال سازمان (IOM) د ادارې له قوله یوازې د بغلان په ولایت کې د جمعې د ورځې په سیلابونو کې له ۲۰۰ څخه د زیاتو کسانو د مړینې او د زرګونو کورونو د ویجاړیدو خبر ورکړی دی.

د مهاجرت د نړیوال سازمان د بیړني غبرګون د چارو مشر دغه اژانس ته د طالبانو د حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت د چاراکو له قوله ویلي چې یوازې د بغلان جدید په ولسوالۍ کې له ۱۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او یو زر او ۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د ایکس په خپله پاڼه لیکلي چې د بغلان په ولایت کې په وروستیو سیلابونو کې له ۳۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي او له زرو څخه زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغه پروګرام ویلي چې دا سیلابونه په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د راوتلو سیلابونو څخه یې یو دی چې په غیر معمول ډول د سخت اورښت له امله راوتلی دی.

د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شورا منشي غلام رسول قانع د طلوع نیوز تلویزیون ته ویلي چې په دغه ولسوالۍ کې په سیلابونو کې ۱۵۰ تنه مړه شوي او شاوخوا ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي. هغه ویلي چې د هوا د خرابوالي له امله تیره شپه د طالبانو د دفاع وزارت هیلکوپترونه دغې ولسوالۍ ته د مرستې لپاره نه و رسیدلي، خو نن سهار هیلکوپترونه دغې ولسوالۍ ته ورغلي او یو شمیر ټپیان یې انتقال کړي دي.

د بغلان ولایت لپاره د طبیعي پیښو سره د مبارزې د دولت وزارت رئیس هدایت الله همدرد د جمعې په شپه مۍ لسم (ثور۲۱) امریکا غږ ته په دغه ولایت کې په سیلابونو کې د ۷۲ تنو مړینه تائید کړې وه.

ښاغلي همدرد د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې یوازې ۵۰ تنو مړي د بغلان مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د راپور له مخې ویلي چې د تخار په ولایت کې هم د جمعې د ورځې په سیلابونو کې ۲۰ تنه مړه شوي دي. د بغلان او تخار سربیره بدخشان او د غور او هرات ولایتونو کې هم په سیلابونو کې خلکو ته د مالي زیان په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي.

تراوسه د طالبانو حکومت د طبیعي پیښو سره د مبارزې دولت وزارت په دغو ولایتونو کې په دغو سیلابونو کې د سر او مال د پیښ شوي زیان په اړه دا راپورونه نه دي تائید کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو سیلابونو کې د مړو او ټپیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي چې په دغو سیلابونو کې په بغلان، تخار، بدخشان، غور او د هرات په ولایتونو کې په سلګونو کسان مړه شوي او ټپیان شوي دي.

د بلې خوا د افغانستان دوو پخوانیو جمهور رئیسانو محمد اشرف غني او حامد کرزي او د ملي پخلاینې د پخواني عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د یو شمیر نورو سیاسي مشرانو سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ او او د افغان میرمنو او نجونو د بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په جلا جلا پیغامونو کې د دغو سیلابونو د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د اپریل د میاشتې له نیمایي راهیسې، د سیلابونو ناڅاپه راوتلو له کبله، د مقاماتو په وینا، د افغانستان په لسو ولایتونو کې شاوخوا ۱۰۰ کسان مړه کړي دي.

د کرنې ځمکې په داسې یو هیواد کې په جبه اوښتي چې د څه دپاسه ۴۰ میلیون نفوس ۸۰ سلنه یې د ژوند کولو لپاره په کرنې تکیه لري.

افغانستان چې نسبتا وچ ژمی یې درلود، دې کار په ځمکه کې د باران جذبیدل ستونزمن کړي او دا هیواد د اقلیم د بدلون په وجه زیانمنونکی ښودل شوی دی.

افغانستان چې د څلورو لسیزو جګړو له امله ځپل شوی، د نړۍ یو له خورا بې وزلو هیوادونو څخه شمېرل کیږي او د ساینس پوهانو په وینا، د نړۍ د تودوخې د پایلو سره د مخ کیدو لپاره هیڅ چمتووالی نلري.

کارپوهان وايي، افغانستان چې د نړۍ د شنو خونو د ګازو د اخراج یوازې ۰.۰۶ سلنه مسوول دی، د هغو هېوادونو په لست کې شپږم ځای لري چې د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG