د لاس رسي وړ اتصالات

زمري میاشت کې ۳۵۹ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیول شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، له مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو د زمري میاشتې په ترڅ کې ۳۵۹ تنه د مخدراتو د قاچاق په تور نیولي دي.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معین جنرال خلیل بختیار د شنبې په ورځ (وږي ۳) خبریالانو ته وویل، چې په زمري میاشت کې پولیسو د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد نږدې ۳۰۰ عملیات ترسره کړي دي.

هغه وویل "په نیول شویو کسانو کې لوی، متوسط او واړه قاچاقبران شامل دي او دغه راز ۱۶ تنه د عامه خدماتو موظفین، پولیس، اردو، ملي امنیت او نورې برخې چې په دولت کې پر دندو بوخت وو، دوی هم نیول شوي دي".

جنرال بختیار د لویو قاچاقبرانو او دولتي کارکوونکو د هویت په اړه څه ونه‌ویل، خو زیاته یې کړه چې په روان لمریز کال کې ۶ تنه لوی قاچاقبران نیول شوي دي.

د هغه پر وینا، دغو قاچاقبرانو د افغانستان او سیمې په کچه د مخدره موادو په قاچاق کې لاس درلود.

XS
SM
MD
LG