د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې بریدونه؛ د اوکراین څه دپاسه ۵۰۰ سیمې بریښنا نلري 


د اوکراین د برښنا کارکوونکي د برښنا پایو او مزو په رغولو بوخت دي
د اوکراین د برښنا کارکوونکي د برښنا پایو او مزو په رغولو بوخت دي

د اوکراین د کورنیو چارو وزارت یو چارواکي وویل، د روسیې له هوايي بریدونو وروسته د یکشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه څه دپاسه ۵۰۰ ځایونه له بریښنا څخه بې برخې دي.

د اوکراین د کورنیو چارو مرستیال وزیر یوګوني ینین د اوکراین تلویزیون ته وویل: "دښمن د هیواد پر اړینو زیربناو باندې بریدونو ته دوام ورکوي. اوس مهال زموږ د هیواد په اتو سیمو کې د ۵۰۷ محلو د بریښنا مزي پرې شوي دي."

ښاغلي ینین زیاته کړه، «د خارکیف سیمه تر ټولو ډېره ځپل شوې ده ۱۱۲ کلي منزوي شوي.» هغه زیاته کړه، د دونیتسک او خرسون په سیمو کې د نورو ۹۰ کليو [بریښنا] پرې شوې ده او نور ځایونه د مایکولایف، زاپوریزیا او لوګانسک په سیمو کې دي.

د شنبې په ورځ، د مایکولایف د سیمې د والي ویتالي کیم په ګډون اوکرایني چارواکو یو ځل بیا له ولسي خلکو وغوښتل چې د ژمي په درشل کې د پرله پسې خرابو شرایطو او د بریښنا د منظم بندیدو شرایط وزغمي.

د بریښنا ورځنۍ پرچاوی په میلیونونو خلک د تودوخې او یا د بریښنا د نه شتون سره پداسې حال کې مخ کړي چې د تودوخې درجه په وروستیو ورځو کې د سانتي ګراد له صفر څخه ښکته شوې ده.

پداسې حال کې چې د اوکراین د بریښنا په شبکې باندې د روسیې له خوا د نورو بریدونو اټکل کیږي، اوکراینیان ویره لري چې یو ستونزمن اوږد ژمي به په مخ کې ولري.

د اوکراین د انرژۍ خصوصي شرکت DTEK د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین د بریښنا نږدې نیمایي تاسیسات لا هم ویجاړ دي. د رپوټونو له مخې روسیې د اکتوبر په میاشت کې د اوکراین د انرژۍ تاسیساتو په ڼښه کول وروسته له هغې پیل کړل چې پوځیان یې د جګړې په ډګر کې له ناکامیو سره مخ شول.

XS
SM
MD
LG