د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: ۶ میلیون افغان ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکوو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۱ ولایتونو په هغو ولسوالیو کې چې د پولیو یا ګوزڼ د ویروس له لوړ ګواښ سره مخامخ دي، څه باندې شپږ میلیونو افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکوي.

د دغه وزارت په بیان کې راغلي، چې د ژمي په سړې هوا کې د پولیو د ویروس د سرایت کچه ټيټه وي، ځکه یې د لومړي پړاو کمپاین څخه دوه اونۍ وروسته د ګوزڼ ضد واکسین دویم فرعي کمپاین پیل کړ.

په بیان کې د عامې روغتیا وزیر فیروز‌الدین فیروز له قوله ویل شوي "د دغه واکسین څخه کوم چې مونږ یې د پولیو یا د ګوزڼ ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې او وقایې لپاره استعمالوو، په نړۍ کې د ډیرو معتبرو کمپنیو څخه ترلاسه کیږي، کوم چې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا یې کیفیت او موثریت تائید شوی دی".

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په جنوبي او جنوب ختیځو سیمو کې د پولیو ویروس منزوي شوی، خو لا هم په سیمه کې د ویروس شتون او له پاکستان سره زیات تګ راتګ د پولیو په ویروس د ماشومانو د اخته کیدو ګواښ شته دی.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې د ګوزن د ویروس د مخنيوي او د ماشومانو په بدن کې د بیړني معافیت او مقاومت د رامنځته کولو لپاره، د پنځو کالو کم عمره هر ماشوم باید په دې لنډه موده کې د پولیو دوه ډوزه واکسین واخلي.

د عامې روغتیا وزارت کورنیو ته سپارښتنه کړې، که ماشومان یې په تیر کمپاین کې له واکسین څخه پاتې شوي وي او په دې کمپاین کې واکسین شي نو د دویم ډوز واکسین لپاره، دوه اونۍ وروسته نږدې روغتیايي مرکز ته خپل ماشوم د واکسین لپاره یوسي.

د عامې روغتیا وزیر ویلي د هر کوچني فُرصت له لاسه ورکول، کولای شي د ماشومانو روغتیا ته لوی ګواښ متوجه کړي".

د پولیو د واکسین دویم فرعي کمپاین په داسې حال کې پیل شوی، چې په روان عیسوي کال کې تر دې مهاله د پولیو درې مثبتې پیښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د پولیو د ویروس د مخنیوي لپاره به په ۲۰۱۸ کال کې په مجموعي ډول ۹ فرعي او سراسري کمپاینونه پلي شي.

XS
SM
MD
LG