د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ جګړې کې 'شاوخوا ۸۰ تنه وژل' شوي 


د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ سرحدي جګړه
د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ سرحدي جګړه

په روانه اونۍ کې د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ سرحدي نښتو کې د چارواکو په خبره ۸۱ تنه وژل شوي دي او نړیوالو په دواړو خواو غږ کړی چې ستونزه په خبرو حل کړي.

تاجیکستان نن یکشنبه سپتمبر ۱۸ (وږې۲۷) وویل چې په دغو جګړو کې یې ۳۵ وګړي وژل شوي دي. دا لومړی ځل دی چې د چهارشنبې په ورځ د نښتو له پیل کېدو ورسته د تاجیکستان حکومت د تلفاتو رسمي ارقام خپروي.

د تاجیکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپل فیسبوک کې ویلي دي چې په جګړو کې ۲۵ تنه نور ژوبل شوي دي چې په خبره یې ښځې، ماشومان او نور ولسي وګړي هم په قربانیانو کې شامل دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس تاجیکستان حکومت قرغیزستان تورن کړی دی چې په یو جومات او ښوونځي باندې یې د بې پیلوټه الوتکو په دوو جلا بریدونو کې ۱۶ او شپږ تنه وژلي دي.

بل لوري ته د قرغیزستان حکومت ویلي دي چې د باتکین په سرحدي سیمې کې یې ۴۶ کسان وژل شوي او ۱۴۰ نور ژوبل دي. نادولتي ادارې وايي چې په تېرو څو ورځو کې د قرغیزستان له سرحدي سیمو کې څخه زرګونه کسان اېستل شوي دي. قرغیزستان د سپتمبر ۱۹ نېټه د ملي ماتم ورځ اعلان کړې ده.

د دواړو خواو ترمنځ د تېرکال د اپریل په میاشت کې هم نښته شوې وه چې ۵۰ تنه په کې وژل شوي دي.

دواړو خواو د جمعې په ورځ په اوربند توافق وکړ او د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په اوزبکستان کې په یوې غونډې کې له خپل قرغیزستاني سیال صدیر جباروف سره ولیدل.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په دواړو خواو غږ کړی دی چې خپل مشکلات د خبرو له لارې حل کړي او نور تاوتریخوالی ونکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي‌ انتوني ګوتېرش هم تېره ورځ له دواړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د «دوامدره اوربند لپاره دې مفاهمې ته مخه کړي».

د قرغیزستان او تاجیکستان ترمنځ مخکې هم سرحدي شخړې شوي‌دي. دا دواړه هېوادونو د پخواني شوروي اتحاد مستعمره وو او په خپلو کې ۹۷۰ کیلو میتر سرحد لري چې اکثریت برخه یې لا مشخصه او ټاکل شوې نه ده.

XS
SM
MD
LG