د لاس رسي وړ اتصالات

آی او ایم : ۲۰۱۸ کال کې ۸۰۰ زره افغانان وطن ته ستانه شوي


د مهاجرت نړیواله اداره آی اوایم وایي تیرکال او سوه او اویا زرو څخه زیات افغانان له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د مهاجرت نړیواله اداره آی اوایم وایي تیرکال او سوه او اویا زرو څخه زیات افغانان له ایران څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې " آی او ایم" په یو راپور کې ویلي، چې د تیر ۲۰۱۸ میلادي کال په اوږدو کې د افغانستان د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه څه باندې اته سوه زره افغانان خپل وطن ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوالې ادارې د دغه راپور له مخې تیرکال ټول اته سوه زره او ۱۲۴ افغان مهاجر له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې څه باندې ۷۶۷ زره یې له ایران څخه او پاتې ۳۲ زره او ۴۶۱ تنه نور له پاکستان څخه افغانستان ته بیرته تللي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې له ایران څخه افغانستان ته د ور ستانه شوو افغانانو زیات شمیر یې په ایران کې د اوسیدلو قانوني اسناد نه درلودل.

له ایران څخه افغانستان ته د ستانه شوو افغانانو زیات شمیر یې د هغوی د خوښې پر خلاف خپل وطن ته ستانه کړی شوۍ دي.

خو د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال محمد ظاهر باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دې شمیر کې ډیر هغه افغان مهاجرین هم شامل دي، چې ایران ته د کار لپاره تللي وو او کله یې، چې غوښتل افغانستان ته ستانه شي، ځانونه یې پولیسو ته تسلیم کړي او پولیسو هم هغوی افغانستان ته ستانه کړي دي.

په ایران کې څه باندې دوه میلیونه افغانان، چې یوازې شاوخوا یو میلیون یې په دغه هیواد کې د اوسیدانی قانوني اسناد لري اوسیږي.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، لا هم نږدې ۷ میلیونه افغان د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې په ځانګړي ډول ایران او پاکستان کې دیره دي.

د دغه وزارت د وینا له مخې په تیرو څلورو کلونو کې نږدې درې میلیونه او دوه سوه زره افغان مهاجر خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د ایران او پاکستان سربیره په زرګونو نور افغانان تیرکال له ترکیې هم افغانستان ته ستانه کړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG