د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو اسرائیل په کیف کې ‘د نیو نازي رژیم‘ په ملاتړ تورن کړ 


مسکو - کریملن ماڼۍ
مسکو - کریملن ماڼۍ

مسکو د سه شنبې په ورځ مۍ دریمه (غوایي ۱۳) د اسرائیل حکومت «په کیف کې د نوي نازي رژیم» په ملاتړ کولو تورن کړ او پدې توګه یې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له خوا هغه تورونه دوه چنده کړل چې وایي د جرمنیانو نازي مشر ادلف هټلر «یهودي ریښه» درلودله.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر یایر لپیډ د دوشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دا څرګندونې وغندلې او هغه یې «نابخښونکی، غیر منصفانه بیان او همداشان یوه خطرناکه تاریخي تیروتنه» ګڼلې ده.

اسرائیل پدې اړه د وضاحت ورکولو لپاره په هغه هیواد کې د روسیې سفیر هم احضار کړی و.

ښاغلي لپیډ ویلي چې: «یهودانو په هلوکاست کې خپل ځانونه ندي قتل عام کړي» او زیاته کړې یې ده چې «د یهودانو پر ضد د نژادي توپیر ټیټه کچه داده چې پخپله یهو د یهودیت په ضد تورن کړای شي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یوه نوې اعلامیه کې وویل چې: «مونږ د بهرنیو چارو وزیر یایر لپیډ د تاریخ- ضد څرګندونو ته پاملرنه وکړه چې په کیف کې د نیو- نازي رژیم د ملاتړ لپاره په پراخه توګه د اوسني حکومت تصمیم شرحه کوي.» اعلامیه زیاتوي چې «متاسفانه تاریخ د یهودانو او نازیانو ترمنځ د همکارۍ خواشینوونکي مثالونه په یاد لري.»

ښاغلي لاوروف د ایټالیا له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه دې پوښتنې سره مخ شو چې روسیه څنګه "له نازیتوب څخه" د اوکراین د خلاصولو ادعا کوي پداسې حال کې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پخپله یهود دی.

د سرګي لاوروف د مرکې په متن کې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ویبپاڼه هم خپره شوې ښاغلي لاوروف همداشان ویلي: "ممکن زه غلط اوسم، خو د هټلر لاسونه هم د یهودانو په وینو ککړ دي."

د اسرائیل صدراعظم نفتالي بینیټ هم د لاوروف څرګندونې «درواغ» بللي او غندلي دي چې «یهودان پخپله د تاریخ په تر ټړولو ناوړه جرمونو تورنوي» چې پخپله یې مرتکب شوي دي.

پر اوکراین باندې د فبرورۍ د ۲۴مې پوځي یرغل راهیسې مسکو تل ویلي چې هدف یې د اوکراین «غیر پوځي کول» او «له نازي ګرۍ» څخه خلاصول دي. روسیه پدې توګه هڅه کوي چې پر اوکراین باندې خپل پوځي یرغل توجیه کړي.

په اسرائیل کې د نړۍ د هلوکاست مرکز رئیس داني ډیان هم د لاوروف په څرګندونو انتقاد کړی او هغه یې «بې بنسټه، بې ځایه او خطرناکې څرګندونې ګڼلي چې باید وغندل شي».

XS
SM
MD
LG