د لاس رسي وړ اتصالات

لېرو سیمو کې د پولیو واکسین لپاره رضاکارانو ته موټر سایکلونه ورکړل شول- مسؤلین


د پولیو ضد واکسین کوونکو رضاکارانو ته ۲۱ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول
د پولیو ضد واکسین کوونکو رضاکارانو ته ۲۱ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول

د ننګرهار په لېرو پرتو سیمو کې یو شمېر رضاکارانو ته موټر سایکلونه ورکړل شول چې د پولیو واکسین هغو سیمو ته، چې د موټر لار ورته نه شته، په وخت او منظمه توګه ورسوي.

د دې سیمې رضاکاران وايي، اوس د هغو سیمو ماشومان چې د واکسین لپاره نورو ځایونو ته وړل کیدل، په خپلو کورونو کې واکسین کېږي.

د کمپاین د پیلیدو سره، د یونیسف موسسې او د ګاوي موسسې له خوا د پنځلس زره امریکایي ډالرو په لګښت د ننګرهار په یو شمېر لیرې پرتو ولسوالیو او غرنیو سیمو کې د پولیو ضد واکسین کوونکو رضاکارانو ته ۲۱ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول.

په ننګرهار کې د طالبانو حکوم د عامې روغتیا رئیس امین الله شریف وایي دغه موټر سایکلونه په دې موخه ورکول شوي چې هغو ټولو سیمو ته پر وخت او منظم ډول رسېدنه وکړي چې د موټر لارې ورته نه دي غځېدلي او د ګوزڼ واکسین کولو پروسه په کې وخت ناوخت د خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي.

د یوې لیرې پرتې ولسوالۍ یو رضاکار، سعید انور چې په تېر کمپاین کې ورته موټرسایکل ورکول شوی دی، امریکا غږ ته وویل چې دا کمپاین له نورو کمپاینونو سره ډېر توپیر درلود او دوی په کې هغه وسایط او امکانات تر لاسه کړي چې په واسطه یې هرې سیمې ته پرې تللای شي.

نوموړي وویل: "په ننګرهار کې دا کمپاین له نورو کمپاینونو یو څه توپیر درلود، ځکه موږ په لرو پرتو ولسوالیو کې هغه وسایط ترلاسه کړل، چې غرنیو سیمو ته یې زمونږ د رضاکارانو تګ ډیر اسانه کړ."

سعید انور همدارنګه وایي له دې وړاندې په نورو کمپاینونو کې رضاکارانو ډېر کله نه شو کولی چې په ټاکلو ورځو کې هغو ټولو سیمو کې ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي چې ورته به سپارل شوې وې ځکه ګڼې سیمې داسې دي چې رسېدل ورته خورا سخت او له کړاو ډک دي.

د ښاغلي انور په وینا رضا کاران اړ وو چې د کمپاین له ټاکلو ورځو وروسته هم ورشي چې ټول ماشومان واکسین کړي او کورنۍ هم اړې وې چې نورو سیمو ته خپل ماشومان واکسین کولو ته یوسي چې له ستونزو سره لاس او ګریوان و.

نوموړي زیاته کړه: "زمونږ د بیلابیلو سیمو رضاکارانو ته موټر سایکلونه په دې موخه ورکول شول چې ځینو سیمو ته تګ ناشونی و. د موتر لاره نه وه او پلی مزل دومره زیات وو چې د کمپاین په ورځو کې رضاکارانو نه شو کولی ټولې سیمې د پوښښ لاندې راولي. د همدې ستونزې له امله اوسیدونکي او رضاکاران اړ وو چې له کمپاین ورسته هم ځینو لرو سیمو ته ولاړ شي."

د مسؤولینو په وینا په دغه پنځه ورځني کمپاین کې ۸۵۳ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شوي دي.

رضاکارانو ته د موټرسایکلونو د ورکولو ترڅنګ په ننګرهار کې د یونیسف ادارې له لوري د ۹۳۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د واکسین او نورو اړوندو وسایلو د تم ځای لپاره یوه خونه هم جوړه شوه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG