د لاس رسي وړ اتصالات

ایم ایس ایف: افغانستان کې شري ناروغۍ د خپریدو مخنیوي لپاره جدي اقداماتو ته اړتیا ده


د بې پولې ډاکټرانو سازمان (MSF) په افغانستان کې د شري ناروغۍ د پیښو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې او د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې د کلکو وقایوي اقداماتو په اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۵( ثور۲۶) په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددغه سازمان ډاکټرانو د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان په دریو ولایتونو کې په هغه روغتیایي مرکزونو کې چې د دغه سازمان له خوا اداره کیږي د شري په پیښو کې زیاتوالی لیدلی، چې ډیر پکې واړه او تنکي ماشومان اغیزمن شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي: " په افغانستان کې هر کال د شري ناروغۍ پېښې ثبتېږي، خو سږ کال په بلخ، هرات او هلمند ولایتونو کې د دې ناروغۍ زیاتوالی د اندېښنې وړ و".

ددغه سازمان د معلوماتو له مخې د جنورۍ او اپریل ترمنځ د 'ایم ایس ایف' ټیمونو په شري اخته شاوخوا پنځه زره ماشومانو درملنه کړې، چې د مزارشریف په حوزوي روغتون کې د ۲۷۰۰ ماشومانو، په هرات کې د هرات په حوزوي روغتون کې د ۸۳۶ ماشومانو او په هلمند کې د بست په ولایتي روغتون کې ۱۴۰۶ ماشومانو درملنه شوې ده. له دې ډلې په هرات کې د هرپنځو ماشومانو څخه څلور یې له یو کال کم عمردرلود.

په هرات کې، ایم ایس ایف د شري په تجرید څانګه کې د بسترونو شمیر له ۳۱ څخه ۶۱ ته زیات کړی دی، په داسې حال کې چې په مزارشریف کې د دغه سازمان د شري د تجرید څانګې ظرفیت د جنوري او مارچ ترمنځ له ۲۰۰ فیصدو څخه پورته وو، چې په شري د اخته ماشومانو بسترونه ځینې وختونه سره شریک وول.

ایم ایس ایف ویلي چې ماشومان په ځانګړې توګه د دې ناروغۍ په وړاندې زیان منونکي دي، ځکه چې په افغانستان کې ماشومان تر نهو میاشتو پورې د شري واکسین لومړی دوز نه ترلاسه کوي. دغه سازمان د ذکیې په نوم د یوې میرمنې له قوله ویلي چې هغې فکر کاوه زوی لا دېر وړوکی دی، د شري ضد واکسین ور کولو لپاره یې کلنیک ته نه وو وروړی چې بیا وروسته ناروغ شو.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال د اپریل له نیمایي راهیسې، په هغه روغتیايي مرکزونو کې چې د ایم ایس ایف لخوا پرمخ وړل کیږي یا یې ملاتړ کیږي په شري د اخته ناروغو ماشومانو په شمیر کې کم والی راغلی او ددغه سازمان ټیمونه هیله مند دي چې د شري ناروغۍ زیاتیدل پای ته ورسیږي.

دغه سازمان ویلي: " خو د دې لپاره چې په راتلونکي کې په وړو ماشومانو کې د شري ناروغۍ کمساري زیاتیدنه کم او ماشومانو کې مړینه کمه شي، ایم ایس ایف وړاندیز کوي چې د شري ضد واکسین لومړی دوز ماشومانو ته په شپږو میاشتو کې د ننه ورکړل شي، او د دوامداره هڅو لپاره هر ماشوم باید د دغه ناروغۍ په وړاندې واکسین شي".

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د طبي برخې همغږي کوونکی ډاکټرپیکس اوهیراګي ویلي: "زموږ اصلي لومړیتوب د ناروغانو درملنه ده، مګر دا کافي ندي. دشري خپریدو د مخنیوي او دغه ناروغۍ سره د مبارزې غوره لاره ماشومانو ته د شري ضد واکسین ورکول دي. موږ لا دمخه ټول هغه ماشومان چې موږ ته مراجعه کوي واکسین کوو، خو د دې ناروغۍ د لا خپریدو د مخنیوي لپاره لا ډیر کار ته اړتیا ده. زموږ وړاندیز دادی چې په افغانستان کې د واکسین عمر وغځول شي او هغه ماشومان چې شپږمیاشتي لري او له واکسینه پاتې دي او اوس مهال په غیر متناسب ډول اغیزمن شوي دي ترپوښښ لاندې ونیول شي".

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت لا د ایم ایس ایف د سازمان ددغه راپور په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د روغتیا نړیوال سازمان په یو راپور کې ویلي و چې د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر دمیاشتې راهیسې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي او یوازې د روان ۲۰۲۴ کال په دوو لومړیو میاشتو کې ددې ناروغۍ ۷۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان د مارچ درییم ( کب۱۳) په یو راپور کې ویلي: " د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه په مجموعي ډول د شري اوه زره او ۱۷۹ مشکوکې پیښې او پر دغې ناروغۍ د مړینې ۲۹ پیښو رپوټ ورکړل شوی دی."

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د پنځه زره او ۷۰۰ څخه زیاتې پیښې چې د ټولو پیښو ۸۰ فیصده جوړوي د پنځه کلنو څخه ښکته عمر ماشومان پرې اخته شوي وو.

د سمنګان، بلخ، فراه او خوست ولایتونه په پراخه کچه د شري د ناروغۍ د خپریدو له امله په ترتیب سره د لومړي، دوییم، درییم او څلورم مقام اخیستی وو.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمیرو له مخې، د روان ۲۰۲۴ کال د پیل څخه د فبرورۍ د میاشتې ترپایه له پنځه زرو او ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو د شري واکسین اخیستی دی.

په دې شمیر کې د ۹ میاشتو څخه د ۵۹ میاشتو پورې له درې زرو او ۷۰۰ څخه زیاتو ماشومانو د فبرورۍ په وروستۍ اونۍ کې د ننګرهار، کابل، بادغیس، ارزګان، غور او میدان وردک ولایتونو کې د شري واکسین اخیستی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تیر ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۵ زره د شري مشکوکو پیښو د ثبت او پر دغې ناروغۍ د ۶۴ کسانو مړینه ثبت کړې وه.

ددغه سازمان د راپور پر اساس د تیرکال د ټولو ثبت شویو پیښو شاوخوا ۱۸ زره یې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومان وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG