د لاس رسي وړ اتصالات

بې پولې ډاکټران: هلمند روغتون کې مو د جراحۍ ۹۷۰عملیات ترسره کړي


د بې پولې ډاکټرانو د سازمان چارواکي وايي، چې په افغانستان کې یې د سلګونو ناروغانو چې اکثره یې د بدن د سوځیدلو د پیښو وروسته په روغتون کې بستر شوي و درملنه کړې ده.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې ددغه سازمان روغتیايي ټیمونه ناروغانو ته په ځانګړي ډول هغو ناروغانو ته، چې د بدن ځینې برخې یې سوځیدلي د هلمند ولایت د بست په روغتون کې روغتیايي خدمتونه برابروي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر ۱۴ (وږي ۲۲) په یوه اعلامیه کې ویلي: "د روان کال د جنورۍ د میاشتې راهیسې زمونږ د جراحۍ ټیمونو له ۹۷۰ څخه زیات عملیات پر هغو ناروغانو ترسره کړي، چې د بدن ځینې برخې یې د اور سوځیدلو پیښو کې سوځیدلې وې."

ددغه سازمان د وینا پر اساس د بدن د سوځیدلو د پیښو پر ناروغانو باندې په ترسره شویو عملیاتو کې د کمو سوځیدلو ناروغانو سربیره داسې ناروغان هم و، چې د مرګ د ګواښ سره مخ وو.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د بست په روغتون کې د جراحۍ د عملیاتو د څانګې سره د همکارۍ سربیره ددغه روغتون د مور او ماشوم څانګې ته هم کیفیت لرونکي روغتیايي خدمتونه په وړیا ډول برابروي.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د وینا په اساس میندو او ماشومانو ته روغتیايي کیفیت لرونکي خدمتونو برابرول د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د کمولو په هدف ددغه سازمان په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د بې پولې ډاکټرانو د سازمان د شمیرنو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې ددغه سازمان روغتیايي ټیمونو په افغانستان کې د ۲۱۱۰ پیچلو زیږیدنو د پیښو په ګډون ۴۳ زره زیږیدنو او د مور او ماشوم د ژغورنې لپاره عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایت سربیره د بې پولې ډاکټرانو سازمان د ددغه هیواد شمال ته هم د روان کال د اګسټ په میاشت خپل فعالیتونه غځولي دي.

دغه سازمان ویلي، چې اوس مهال د مزارشریف په ښار کې د بلخ حوزوي روغتون کې د ماشومانو د ناروغیو د درملنې لپاره یوه عاجله تخصوصي څانګه یې پرانیستې ده.

ددغه سازمان د معلوماتو پر اساس د بلخ په روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول تر ۱۱۱ پورې د ناروغو ماشومانو درملنه کیږي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان د هلمند او بلخ په ولایتونو کې ماشومانو او میندو ته د روغتیايي خدمتونو د برابرولو دا خبر په داسې حال کې ورکړی، چې د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د مرستو د کمیدو وروسته ددغه هیواد روغتیايي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو ایچ او، رئیس تدروس ادهانوم ګبریسوس د اګست په ۱۸ (جنګاښ ۲۷) د افغانستان د خلکو روغتیايي وضعیت باندې اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې د مالي منابعو او د بودیجې کمبود په افغانستان کې د بیشمارو کسانو ژوند د ګواښ سره مخ کوي.

دغه سازمان ویلي و چې د بودیجې د نه برایریدو په صورت کې به اته میلیونه افغانان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي څخه بې برخې شي او همداشان ۴۵۰ زره نور ناروغان به د تروما او ژوند د ژغورلو د خدمتونو څخه ګټه پورته نشي کړای.

د روغتیا نړیوال سازمان د اټکل له مخې که چیرې مالي مرستې برابرې نه شي د پورته شمیر سربیره ۱.۶ میلیونه کسان به د عصبي او روحي ناوغیو د درملنې په برخه کې روغتیايي خدمتونو څخه بې برخې شي.

په عین وخت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د سپټمبر په ۱۱ ( وږي ۲۰) یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې په یو پروګرام باندې کارکوي، چې له مخې به یې په ټول افغانستان کې روغیتايي مرستو ته اړو کسانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

ډاکتر عباد کابل کې د بیات بنیاد په مالي ملاتړ د مور او ماشوم د درملنې د یو روغتون د پرانیستلو غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان لا هم په نړۍ کې په هغو هیوادونو کې شامل دی، چې په کې د زیږیدنې پر مهال د میندو او ماشومانو د مړینې کچه خورا لوړه ده. خو هغه وویل، د تیرو کلنو پرتله د میندو او ماشومانو په مړینه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

ډاکټر عباد وویل: "په ۲۰۲۱ کال کې دغه کچه شپږ سوه ماشومانو مړینه په سل زرو ماشومانو کې وه . په ۲۰۲۲ کال کې دا اندازه ۵۶۰ یا ۵۵۵ ته راښکته شوې وه، خو الحمدالله زمونږ د مسلسلو کوښښونو په افغانستان کې په ټولو ولایتونو او بیا ولسوالیو کې د مور او ماشوم په نوم د کلینکونو او خدماتو وړاندې کولو وروسته ...نن دا کچه ۲۵۶ ته راکمه شوې ده".

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هیله وښوده، چې کابل کې د بیات د بنیاد له خوا په عصري وسایلو سبمال روغتون به هم د ماشومانو او میندو د مړینې د کچې په کمیدو کې مرسته وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG