د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د مسکو او ترکیې په غونډو کې ګډون کوي


حمدالله محب وویل چې افغانسان د ترکیې او مسکو غونډو کې ګډون کوي
حمدالله محب وویل چې افغانسان د ترکیې او مسکو غونډو کې ګډون کوي

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان حکومت د افغان سولې په اړه د مسکو او ترکیې په غونډو کې ګډون کوي.

محب نن شنبه مارچ ۱۳(کب ۲۳) په کابل کې خبریالانو ته وویل په کومه سطحه چې دا غونډې وي افغان حکومت به هم په هماغه سطحه پکې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د مسکو او ترکیې په غونډو کې ګډون کوو،د بهرنیو چارو وزارت او د مصالحې عالي شورا په دې برخه کې کار کوي چې د نورو هیوادونو او طالبانو د ګډون سطحه معلومه کړي، په هماغه اساس بیا موږ خپل پلاوی ټاکو."

محب وویل که د طالبانو پلاوی د دوحې په سطحه و، بیا به د افغان حکومت د سولې مذاکراتي پلاوی پکې ګډون وکړي.

نوموي زیاته کړه چې اوس مهال په دغو دواړو غونډو کې د ګډون په اړه کار روان دی.

ټاکل شوې د روانې مارچ میاشتې پر اتلسمه په مسکو او په راتلونکې اپرېل میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه غونډې وشي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې د مسکو په غونډه کې د افغان چارواکو د ګډون په اړه د روسیې هیواد بلنې ورته رسېدلي دي.

بلخوا تیره ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم خبریالانو ته ویلي چې راتلونکې اپرېل میاشت به ترکیه د افغان سولې په اړه د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روانه میاشت ولسمشر غني ته په استول شوي لیک کې په ترکیه کې د افغان سولې په اړه د غونډې یادونه کړې وه.

XS
SM
MD
LG