د لاس رسي وړ اتصالات

د مجاهدینو سرتاسري شورا: شخصي ګټو لپاره دې څوک حکومت نه کمزوری کوي


د خوست يو شمېر پخوانيو مجاهدينو نن د جدي شپږمې د غندلو غونډې ته په خبرو کې له افغان حکومت نه وغوښتل، چې د افغانانو پر يووالي کار وکړي.

د مجاهدينو د اسلامي سرتاسري شورا مشر مولوي محمد سردارځدراڼ د حکومت سياسي مخالفانو ته په اشارې سره وويل چې "د شخصي ګټو په خاطر د حکومت د کمزري کېدو هڅې کوي."

ښاغلي ځدراڼ د چا نوم یاد نکړ خو زیاته یې کړه چې " سره له دې چې نيمګړتياوې لري، خو زموږ له اوسني نظام څخه تر هغه وخته پورې ملاتړ کوو، تر څو چې پنځه کلنه دوره يې نه وي پوره شوې. هغه څوک چې نظام ته چلېنج ورکوي، هيله ده چې د خبرو او مذکراتو له لارې جوړ جاړی وشي".

مولوي سردار ځدراڼ دغه راز د ملي يووالي له حکومته د خپلې ونډې، له وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو او په هېواد کې د بهرنيو استخباراتي کړيو د مخنيوي غوښتنه هم وکړه.

ده د ملي يووالي پر حکومت نيوکه وکړه، چې که په حکومت کې يې پخوانيو مجاهدينو ته خپله ونډه ورکړې وای، ښايي له اوسنيو شته بحراني حالاتو سره نه وای مخ شوی.

ځدراڼ وویل " که غواړئ چې دا خاوره د پرديو استخباراتي کړيو له تجاوزه څخه په امن کې وي، نو د خدای په خاطر مجاهدين او ديني عالمان په حکومت کې در ګډ کړئ. علماوو او مجاهدينو ته نا ديده مه ګورئ".

غونډې ته يوه بل پخواني مجاهد موسی خاورين په حکومت کې د ځينو هغو کسانو په اړه اندېښنه وښودله، چې ګني په اداري فساد، د ځمکو پر غصب او له بهرنيو استخباراتي کړيو سره په روابطو تورن دي.

هغه وويل "زموږ ملاتړ دې په دې معنی نه وي چې دوی دې ګناه کوي او موږ يې ملاتړ وکړو؟ دوی دې د هر غاصب او فاسد پر وړاندې بې تفاوته پاتې کېږي او موږ دې ملاتړ ورڅخه وکړو؟‟.

پخواني مجاهدين په داسې حال کې له افغان حکومت څخه د افغانانو پر يووالي ټينګار کوي، چې په دې وروستيو کې د حکومت او ځينو سياسي کړيو ترمنځ اختلافات زيات شوي دي.

XS
SM
MD
LG