د لاس رسي وړ اتصالات

د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو پلاوی ایران ته تللی


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر وايي چې ملا عبدالغني برادر د شنبې په ورځ نومبرڅلورم (لړم ۱۳) د یو لوړ پوړې پلاوي په مشرۍ د ایران د حکومت په بلنه دغه هیواد ته په سفر تللی دی.

دغه دفتر د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د ملابرادر په مشرۍ پلاوی به د ایران چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ او ترانزیټ په ګډون په یو لړ مسلو خبرې وکړي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ... د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، ترانزیټ، ترانسپورت، زېربناوو، رېل پټلۍ، سیمه‌ییز اتصال، چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر زیاتوالي، په دې بندر کې د افغانستان د ښکېلتیا د پراختیا، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي"

همداشان په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملابرادر به د خپل سفر پر مهال د ایران دولت او خصوصي سکټور په افغانستان کې د کرهڼې، کانونو، ترانسپورت او صنعت سکټور کې پانګونې ته هم وهڅوي.

د طالبانو حکومت د ایران سره نږدې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري.

د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه نړیوال بانک د اکتوبر۳۱ ( لړم نهم) په یو راپور کې ویلي، چې افغانستان په روان ۲۰۲۳ کال کې د خپلو ټولو وارداتو د ۲۱ فیصدو پورې له ایران څخه وارد کړي دي، چې ددغه هیواد تر ټولو ستر سوداګریز شریکباڼی دی.

ایران او افغانستان دواړه د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو لاندې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت له خوا پر افغانستان بانک باندې د لګیدلو محدودیتونو له امله افغان سوداګر په بهرنیو هیوادونو کې د سوداګریزو توکو د اخیستلو لپاره د بانکونو له لارې پیسې نشي انتقالولی او ایران هم د اوږدې مودې راهیسې د نړیوالو بندیزونو سره مخ دی.

ملا برادر په داسې حال کې ایران ته تللی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان حکومت ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې نسبتآ سړې شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، چې په دې وروستیو اونیو کې په کراچۍ کې د پاکستان د ګمرک مامورینو په یو اړخیز ډول ددغه بندر له لارې افغانستان ته په یو زیات شمیر ترانزیتي توکو بندیز لګولی دی.

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، چې د طالبانو له خوا اداره کیږي هم د پاکستان په ګمرکونو کې د نوې کړنلارې له مخې په ځینو افغان ترانزیټي مالونو د بندیزونو د لګولو خبر تائید کړی دی.

دغه سفارت اکتوبر پنځمه ( تلې ۱۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په څو پرله پسې پیغامونو کې لیکلي، چې په ګمرکونو کې دا نوي پلي شوي اقدامات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د تړون "اپټا" سره په ټکر کې دي.

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او تزانزیټ تړون په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې لاسلیک کړی و، چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې اجرايي موده پاې ته رسیدلې ده.

ددغه تړون له مخې یا باید دا تړون د نورې لس کلنې مودې لپاره تمدید او لاسلیک شي او یا هم د دواړو هیوادونو په موافقه په کې تعدیالات راشي او بیا لاسلیک شي.

خو د پاکستان د حکومت په دغه قانون کې د تعدیالاتو د راوستلو پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ د موافقې پورې افغانستان سره د همدې پخواني تړون له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ د دوام پریکړه کړې وه.

د اپټا تړون وروسته له هغې د دواړو هیوادونو ترمنځ لاسلیک شو، چې پاکستان په ۱۹۹۲ کال کې د افغانستان سره د ۱۹۶۵ کال د سوداګرۍ د تړون پر خلاف په ځینو سوداګریزو توکو یو لړ بندیزونه ولګول.

د پاکستان حکومت دا ګڼي، چې ځینې سوداګریز توکي د افغانستان د نفوس د شمیر پرتله په زیاته اندازه دغه هیواد ته واردیږي، چې بیا وروسته د غیر قانوني لارو پاکستان کې پلورل کیږي او دغه هیواد ملي صنعت ته زیان رسوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، چې څو ځلې یې هڅه کړې ترڅو د پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لاري دغه ستونزې حل کړي، خو د پاکستاني لورې له ژمنو سره سره بیا هم ستونزې زیاتې شوي، چې د سفارت په وینا دا کار د هیچا په ګټه نه دی.

پاکستان حکومت تراوسه د افغانستان سره په سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د نوو محدودیتونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو په یو مکتوب کې، چې د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ ګډې خونې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته استولی په کې پر ځینو سوداګریزو توکو د پاکستان د حکومت له خوا د بندیزونو د لګولو یادونه شوې ده.

په دې سوداګریزو مالونو کې د موټرو پرزې، تور چای، ټایرونه، ټوکر، سګریټ، چیني لوخې، سینګار سامان او ځینې نور توکي شامل دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي وايي، چې د پاکستان د حکومت ددې نوې کړنلارې وروسته د افغان سوداګرو زیات مالونه د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي.

ایران ته د طالبانو د حکومت د پلاوي د سفر د خبرو په اجندا کې د ایران د چابهار بندر له لارې د سوداګریزو فعالیتونو د زیاتیدو مسله هم شامله ده.

اوس مهال افغانستان یوازې ددغه بندر څخه هند سره د سوداګرۍ لپاره کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG