د لاس رسي وړ اتصالات

د ملاعمر قبر چیرې دی؟


د زابل د ولایتي شورا مشر وايي که چیرې د ملاعمر قبر وموندل شي، دوې به یې له ورانولو سره مخالفت وکړي
د زابل د ولایتي شورا مشر وايي که چیرې د ملاعمر قبر وموندل شي، دوې به یې له ورانولو سره مخالفت وکړي

زابل کې د طالبانو د پخواني مشر د قبر لټون کیږي او یو فورنزیکپوه وايي د ملاعمر مړی د هغه د مړینې راز افشا کولې شي.‌

په ۱۹۹۴ کال کې چې د طالبانو نوي رامنځته شوي تحریک د کندهار ښار ونیوه نو د څو په اصطلاح "ټوپکیانو" په عامه ځړولو سربیره یې یوه بله نادوده هم وکړه. طالبانو د خرقې مبارکې په انګړ کې د پخواني جهادي قوماندان عصمت مسلم قبر وران کړ.

طالبانو بیا په ۱۹۹۸کې د حیرتانو په ښار کې د پخواني هېوادمشر ببرک کارمل له قبر سره ورته چلند وکړ. که څه هم پدې اړه کره معلومات نشته خو ویل کیږي چې طالبانو آن د کارمل هډوکي د آمو سیند ته وغورځول.‌

څرګنده نده چې آیا د عصمت مسلم او ببرک کارمل د قبرونو د ورانولو امر پخپله ملاعمر ورکړی و که نه خو دواړو پيښو ډیر خلک هیښ کړي وه.‌

شاوخوا دوه لسېزې وروسته، ځيني خلک او امنیتي مسوولین اوس د ملاعمر د قبر پسې ګرځي.

ملاعمر هماغسې چې ژوندی چا نه لیده،‌ قبر یې هم له خلکو پټ دی.‌

خو د افغانستان په زابل ولایت کې داسې ګنګوسې شته چې ګواکي د ملاعمر مړی په شینکۍ يا نوبهار ولسوالۍ کې خاور ته سپارل شوی دی.

د زابل والي محمد انور اسحقزي امریکا غږ ته وویل چې د ملاعمر د قبر پسې لټون کیږي خو تر دې دمه یې څرک ندې لګول شوې.

ښاغلي اسحقزي دې پوښتنې ته څرګند ځواب ورنکړ چې څوک پدې قبر پسې ګرځي او ولې خو ځینو سرچینو ویلي چې د ملي امنیت پورې تړلي ځواکونه پدې هڅه بوخت دي.

د ملي امنیت د عمومي ریاست ویاند، عبدالحسیب صدیقي، پدې هکله له خبرو ډډه وکړه.

طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې د ببرک کارمل قبر په حیرتان ښار کې وران کړ
طالبانو په ۱۹۹۸ کال کې د ببرک کارمل قبر په حیرتان ښار کې وران کړ

عطامحمد حقیار، د زابل د ولایتي شورا مشر بیا وايي شینکۍ ولسوالۍ کې د سرخوږان په نامه هدیره شته چې پکښې ګڼ شمیر طالبان مشران ښخ شوي دي. دی وايي کله چې په ۲۰۰۱ کال کې ملاعمر له کندهار نه وتښتید نو په همدغې ولسوالۍ کې یې یوه میاشت تیره کړه.‌

د ښاغلي حقیار په وینا چې دغه سیمه د هوتک قوم ته تاریخي ارزښت لري ځکه میرویس خان هوتک همدلته پیدا شوی و. ملاعمر هم په خټه هوتک و.‌

فورنزیک آزمیښت

که چیرې د ملاعمر په نامه قبر وموندل شي، څنګه به یې سپیناوی یا تثبیت وشي؟

ملاعمر څنګه مړ شو،‌ دا هم یوه معما ده. ځينو ویلي چې زهر ورکړل شوي وه خو نورو بیا ویلي چې د نري رنځ له کبله ومړ.

نیاز محمد اڅکزی چې د هسپانیې د سانتيګو پوهنتون کې د فورنزیکپوهنۍ دکتورا اخلي وايي د ملاعمر د مړي تثبیتول،‌ اسانه کار دی.

هغه وایي "موږ د یوې وړوکې بیولوژیکي بیلګې پر بنسټ نه یوازې دا تثبیت کولې شو چې مړی څوک دی بلکه د مړینې نیټه، لامل او نور جزییات هم رابرسیره کولې شو."

د ښاغلي اڅکزي په خبره چې دغه ډول فورنزیک آزمیښتونه ډیر لګښت نه غواړي او کیداې شي چې په شاوخوا زرو ډالرو ترسره شي.‌

د اوس لپاره د ملاعمر قبر ندې معلوم خو آن که زر کاله وروسته هم وموندل شو نو د نیازمحمد اڅکزي په خبره چې د هغه د ژوند او مړینې په اړه به ګڼې پوښتنې د فورنزیک په مرسته ځواب شي.

XS
SM
MD
LG