د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود: ملا عمر پاکستان له منځه یووړ


Wani mai wa&#39;azi ya durkusa yana addu&#39;a tare da yin kuka a mujami&#39;ar Pentecostal dake sansanin &#39;yan gudun Bidi Bidi na arewacin Uganda<br />
<br />
&nbsp;
Wani mai wa&#39;azi ya durkusa yana addu&#39;a tare da yin kuka a mujami&#39;ar Pentecostal dake sansanin &#39;yan gudun Bidi Bidi na arewacin Uganda<br /> <br /> &nbsp;

په ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو کې د ولسمشر فوق العاده استازی احمدضياء مسعود وايي پاکستان د طالبانو پخوانی مشر ملامحمد عمر وژلی دی.

ښاغلي مسعود چې د پنجشنبې په ورځ یې په کابل کې یوې غونډې ته ويناء کوله، وویل چې پاکستان لدې کبله ملاعمر له صحنې لرې کړ چې ګواکي د آې اس آې د استخباراتي ادارې ګټې يې نور نشواې تامینولاې.

ضياء مسعود وویل "ولې ملا عمر له منځه یووړل شو؟ ځکه چې د پاکستان ګټو ددې ایجاب کاوه، چې نور ملا عمر نه شي، کولی د پاکستان د استخباراتي شبکې د ګټو نقش اداء کړي، نو ځکه یې ملاعمر له صحنې لرې کړ".

د ملاعمر د مړیني لامل په کره ډول ندی څرګند. طالبانو ویلي هغه د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شو خو ځینو نورو بیا ویلي چې ملاعمر ته زهر ورکړل شوي وه.

پدې لړ کې ضیامسعود لمړنی چارواکی دی چې پاکستان د ملاعمر په وژلو تورنوي.

د ولسمشر غني د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو فوق العاده استازي وویل چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلان وروسته په طالبانو کې جدي اختلافات رامنځته شوي دي.

احمد ضياء مسعود په هغو طالبانو چې دده په ويناء د ګاونډي هیواد له ولکې غواړي ځان خلاص کړي، غږ وکړ، چې له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.

ښاغلي مسعود وویل که دغه طالبان سوله و نه کړي، نو د ملا محمد عمر په برخلیک به اخته شي.

ده وویل" که دوی سوله و نه کړي، زه ورته ډاډ ورکوم، چې ژوند به یې پاکستان کې له سپکاوی او ننګ ډک وي، د ژوند هره لحظه به یې پاکستانیان کنټرولوي، او هر کله چې پاکستان وغواړي، او ګټې یې دا ایجاب کړي، داسې شرایط به پرې راوړي، چې له سیاسي معادلاتو به یې هم وباسي".

د ولسمشرۍ ماڼۍ تېره چهارشنبه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر مړینه تائیده کړه وې ویل چې دوه کاله وړاندې په کراچۍ کې مړ شوی دی.

له هغه وروسته بیا طالبانو په خپلو کې ملا اختر محمد منصور د ملا عمر ځای ناستی وټاکه.

XS
SM
MD
LG