د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده کابل کې وژل شوې


مرسل نبی زاده
مرسل نبی زاده

د طالبانو امنيتي مسولین په کابل کې د افغانستان د ولسي جرګې د پخوانۍ غړې مرسل نبي زاده او د هغې د يو ساتونکي د وژل کېدو خبر ورکړ٠

د کابل امينه قومندانۍ لپاره د طالبانو حکومت وياند خالد ځدراڼ د يکشنبې په ورځ جنورۍ ۱۵ (مرغومې ۲۵) امريکا غږ ته په لېږلي پيغام کې ويلي چې اغلې نبي زاده تيره شپه د کابل ښار د دولسمي امنيتي حوزې اړوند "احمدشاه بابا مېنه کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو لخوا وژل شوې ده٠"

ويل کيږي چې وسله والو کسانو د اغلې نبي زاده پر کور بريد کړى او وروسته تښتېدلي دي٠ ښاغلي ځدراڼ ويلي چې په دغه پېښه کې د مرسل نبي زاده يو ورور ټپي شوى دى٠

هغه زياته کړې چې پدې اړه څېړنې پيل شوي او د عاملينو د نيولو هڅې روانې دي٠ تر دا مهاله ددغه پيښې انګېزه نه ده معلومه او د کابل امنيه قومندانۍ هم پدې اړه نور معلومات نه دي ورکړي٠

مرسل نبي زاده د ولسي جرګې په اوولسمه تقنيني دوره کې د کابل د خلکو استازې وه٠ ويل کيږي چې نوموړې د افغانستان د پخواني حکومت تر سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شوې وه او کابل کې ژوند کاوه٠

دا په داسې حال کې ده چې پدې وروستيو کې په کابل کې د جنايي پېښو په اړه اندېښنې زياتې شوي دي٠

د کابل ښاريان شکايت کوي چې د طالب سرتيرو لخوا په شخصي کاليو کې د وسلو ګرځول او د تورور شيشو لرونکو موټرو څخه استفاده کول، د وسله والو غلو او فرصت طلبه کسانو پيژندل ګران کړي دي٠

د دوى په وينا زياد شمير کسان چې وسلې هم ورسره وي د تورو شيشو موټر کې ځانونه خلکو ته د طالبانو کسان معرفي کوي چې له امله يې زياد وخت جنايي پېښي رامنځته کيږي٠

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو حکومت مخکې په کابل کې خپلو امنيتي کسانو ته د يونيفورم ورکولو خبر ورکړى و٠

XS
SM
MD
LG