د لاس رسي وړ اتصالات

غني: موسی شفیق د عمل او قلم خاوند و


ولسمشر غني وویل، موسی شفیق د افغانستان او سیمې په کچه د سیاست، حقوقو او ادب په ډګرونو کې یوه وتلې او اغیزمنه څیره وه
ولسمشر غني وویل، موسی شفیق د افغانستان او سیمې په کچه د سیاست، حقوقو او ادب په ډګرونو کې یوه وتلې او اغیزمنه څیره وه

افغان ولسمشر د شاهي دورې د وروستي صدراعظم محمد موسی شفیق د کارنامو په دوه ورځني علمي نړیوال سیمینار کې، ښاغلی شفیق د افغانستان د معاصر تاریخ یوه اغیزمنه څیره یاده کړه او ویې ویل، د هغه لار به تعقیب کړي.

محمد موسی شفیق د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د دغه هیواد د صدراعظم، په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د بهرنیو چارو د وزیر او له هغې مخکې په مصر کې د افغانستان د سفیر په توګه دندې ترسره کړې دي.

محمد موسی شفیق د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته دوه ځل بندي شو.

لومړی ځل ښاغلی شفیق د پخواني ولسمشر سردار محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د ۱۳۵۲ لمریز کال په سرطان میاشت کې بندي شو او په ۱۳۵۴ لمریز کال کې بیرته خوشې شو.

نوموړی په ۱۳۵۷ کال کې د ثور له کودتا وروسته یو ځل بیا په څرخي پله زندان کې بندي او اعدام شو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، موسی شفیق د عمل او قلم خاوند یاد کړ او ویې ویل، هغه د افغانستان د پرمختګ نیمګړې لاره، چې له پاچا امان‌الله خان څخه ورته پاتې وه، تعقیف کړه.

ښاغلي غني په دوام کې وویل "د 'شهید' شفیق تر ټولو مهم پیغام موږ ته دا دی، هغه نیمګړی فصل بشپړ کړو، چې له امان‌الله خان څخه پیل شو، هغه ورته دوام ورکړ او نن موږ ټینګه او څرګنده اراده لرو، چې بیا افغانستان نیمګړی فصل و نه لري او دوامداره هوساینې او ثبات ته ورسیږي."

ولسمشر غني وویل، موسی شفیق د افغانستان او سیمې په کچه د سیاست، حقوقو او ادب په ډګرونو کې یوه وتلې او اغیزمنه څیره وه او د هغه شخصیت یې د اسلامي، شرقي او غربي پوهې یو ځانګړی ترکیب وباله.

د موسی شفیق کارنامې

محمد موسی شفیق د اسلامي او نړیوالو حقوقو په برخو کې د امریکا او مصر په پوهنتونونو کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده‌کړې کړې وې.

ښاغلي شفیق د افغانستان د اساسي قانون، مدني قانون او جزا قانون په تدوین کې اساسي رول درلود.

د موسی شفیق بله لویه لاس ته راوړنه له ایران سره د هلمند سیند د اوبو د ویش تړون لاسلیک کول وو، چې د دغه تړون د پنځمې مادې له مخې " ایران د دغه تړون پر بنسټ کومه اندازه اوبه چې ورته منل شوي، د هلمند پر اوبو هیڅ ډول ادعا نه لري."

ولسمشر غني د دغه تړون پنځمې مادې ته په اشارې وویل "اوس زموږ کار د تړون تطبیق دی، هغه تړون چې ټول د افغانستان د خلکو، د افغانستان د دولت او د سولې او ثبات په ګټه دی."

ښاغلي غني زیاته کړه، که موسی شفیق څو کاله نور ژوندی وی، د افغانستان ټول سیندونه او اوبه به د افغانانو تر مدیریت لاندې راغلې وی.

د دغه سیمینار ویناوالو د موسی شفیق له کارنامو څخه ستاینه وکړه او یو پُستي ټیکیټ یې د هغه په نوم کړ.

محمد موسی‌ شفیق د یو سیاستوال او حقوق پوه سربیر شاعر او لیکوال هم وو.

له ښاغلي شفیق څخه د 'عبقریان' په نوم د لنډو کیسو یو اثر او د 'پیغام' په نوم د شعرونو یوه ټولګه پر ځای پاتې ده او دغه راز په دې وروستیو کې د ننګرهار شاعرانو د هغه د لیکنو او مقالو یوه ټولګه هم چاپ کړې ده.

د 'پیغام' په شغري ټولګه کې دا بیتونه تر اوسه د شعر او ادب مینه‌والو په خوله دي:

د ژوندون میره اوږده ده تږی کېــــــږې

ګوټ د شونډو د شربت در سره واخله

د وصال ډیوه به مړه وي موږ به نه یــو

دا په یاد د محبت در سره واخــــــــــله

ټاکل شوې چې د موسی شفیق د کارنامو په ویاړ جوړ شوی علمي نړیوال کنفرانس سبا هم دواو وکړي.

XS
SM
MD
LG