د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: په مسقط کې د ژمنو پر عملي کولو ټینګار شوی


 د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین د استازو په مسقط کې د بندو دروازو تر شاه کتلي دي.
د پاکستان، افغانستان، امریکا او چین د استازو په مسقط کې د بندو دروازو تر شاه کتلي دي.

افغان حکومت وايي چې د څلور اړخیزو ناستو په شپږمه ناسته کې د هغه ژمنو پر عملي کولو ټینګار شوی چې وړاندې د دې بهیر په غونډو کې د ګډون کوونکو هېوادونو تر منځ شوې وې.

د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د څلور اړخیز بهیر په شپږمه غونډه کې چې تېره ورځ د عمان په مسقط کې جوړه شوې وه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د افغان پلاوي مشري کوله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغان پلاوي د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په څلور اړخیزه ناسته کې چې پرون د عمان په مسقط کې جوړه شوې وه یو ځل بیا پر دې ټینګار کړی چې پاکستان باید په هغه هېواد کې د ترهګرو ډلو د مخنیوي په لار کې عملي ګامونه پورته کړي.

د دغه وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي افغان اړخ ټینګار وکړ چې پاکستان باید پر هغو ژمنو ودریږي چې په مخکنیو غونډو کې یې کړې وې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکیب مستغني وایي "د پرون په ناسته کې یو ځل بیا ګډون کوونکو هېوادونو او تر ټولو زیات افغانستان د شویو ژمنو پر عملي کولو ټینګار وکړ او پرېکړه وشوه چې یوازې دې په هغه صورت کې څلور اړخیزه ناسته بیا جوړه شي چې هېوادونه په ځانګړي ډول پاکستان خپل کورنی کار ترسره کړي او پر شویو ژمنو عمل وکړي."

سیاسي فعاله ملالۍ شینوارې وایي چې افغانستان اړتیا لري چې د ایران او روسیې په ګډون نور اړخونه هم د افغان سولې په اړه خبرو اترو کې داخل کړي.

خو د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي چې د افغان سولې په اړه له افغان حکومت سره د سولې د یو مشخصې اجنډا نه شتون د دغو ناستو د نه بریالیتوب یو لامل دی.

افغان چارواکي وايي چې په څلور اړخیزه ناسته کې نه پخوا او نه هم د دې بهیر په شپږمه ناسته کې د طالبانو ګډون مطرح و او په دې ناسته کې یوازې د څلورو هېوادونو حکومتي چارواکو ګډون کړی و.

XS
SM
MD
LG