د لاس رسي وړ اتصالات

د ټویټر او فیسبوک مالکانو یو بل غیږې نیولو ته ننګولي دي


 ایلان مسک او مارک زکربرګ
ایلان مسک او مارک زکربرګ

د تکنالوژۍ په برخه کې دوو بډایو پانګه اچوونکو ایلان مسک او مارک زکربرګ چې له ډیرې مودې راهیسې په سوداګرۍ کې سیالي کوي، اوس یو بل په پنجره کې غیږې نیولو ته بللي دي.

له هغه څو میاشتې وروسته چې ایلان مسک ټویټر وپیرود، د فیسبوک د مالک شرکت (میټا) مشر مارک زکربرګ وویل هڅه کوي چې د ټویټر په څېر یو اپلیکیشن پرانیزي.

له هغه راهیسې مسک د زکربرګ په اړه څو ځلې انتقادي څرګندونې کړي، او دا اونۍ یې د خپل ټویټر په حساب کې لیکلي: "که هغه [زکربرګ] تیار وي، زه ورسره په پنجره کې سیالۍ ته چمتو یم."

زکربرګ د مسک دا پوسټ پر انسټاګرام باندې د خپل دې ځواب سره خپور کړی چې د سیالۍ "د ځای ادرس راولېږه."

میټا شرکت فرانس پرس ته د زکربرګ ددې پوسټ کره والی تائید کړی دی.

د مسک او زکربرګ ناندریو په ټولنیزو شبکو کې بحثونه پارولي او ډیرو وړاندوینه کړې چې زکربرګ به ددې سیالۍ ګټونکی وي.

د تکنالوژۍ خبریال ټایلر لورینز په ټویټر لیکلي: "له خدایه غواړم دا سیالي وشي."

خبریال بینیټ ټاملین لیکلي: "د مسک او زکربرګ تر ټولو غوره سیالي به هغه وي چې دوه سړي پکې پنجرې ته ننوځي او یو هم ورڅخه بیرته راونه وځي."

'د ټویټر بدیل'

دواړو میلیاردرانو له ډیر وخت راهیسې له یو بل سره مخالفت څرګند کړی او له سیاست څخه نیولې تر تکنالوژۍ پورې په موضوعاتو کې یې د یو بل نظرونه رد کړي دي.

خو د سوداګرۍ په برخه کې د دوی سیالۍ اوس نور هم زور اخیستی دی.

مسک د میټا د یو چارواکي هغې وروستۍ ادعا ته په غوصه ځواب ورکړی چې ویلي یې وو، د ټویټر د یو "غوره بدیل" لپاره اړتیا شته.

مسک چې د ټیسلا برقي موټرو شرکت او د سپیس اکس فضايي شرکت مالک دی، تېر کال د ۴۴ میلیارد ډالرو په بدل کې ټویټر وپیرود او ددغې ټولنیزې شبکې زیاتره لوړپوړي کارکوونکي یې له کار لیرې کړل. مسک همدارنګه هغو ښي اړخو کسانو ته دوباره اجازه ورکړه چې پخوا له ټویټر څخه منع شوي وو. د مسک دې کار په ټویټر کې سوداګریز اعلانات کم کړل.

ایلان مسک تیره اونۍ په پاریس کې په یوه غونډه کې په خپله طریقه د ټویټر د اداره کولو دفاع وکړه، او ویې ویل چې په ټویټر کې یې ټول جعلي حسابونه تړلي او ددې شبکې سوداګریز اعلانات بیرته زیات شوي دي.

د دې میاشتې په پیل کې د امریکايي خبریال لیکس فریډمن سره په مرکه کې، له مارک زکربرګ څخه وغوښتل شول چې د مسک د ټویټر د اداره کولو د طرز په اړه مثبت څه ووایی.

له اتو ثانیو فکر کولو وروسته، هغه وویل چې مسک "په پیل کې د ټویټر د تندرسته کولو دپاره د هلو ځلو مشري وکړه "، هغه اقدام چې د زکربرګ په خبره، د ټولنیزو رسنیو د صنعت په ګټه و.

د مسک له لورې د ټویټر د کارکوونکو د شمېر له کمولو څو میاشتې وروسته زکربرګ هم اعلان وکړ چې په خپل شرکت کې زرګونه دندې کموي.

XS
SM
MD
LG