د لاس رسي وړ اتصالات

ایلن مسک وايي په ایران کې یې سټلایټ انټرنیټ فعال کړی


ایلن مسک، د سپیس ایکس شرکت رئیس
ایلن مسک، د سپیس ایکس شرکت رئیس

د سپیس ایکس شرکت مشر ایلن مسک د دوشنبې په ورځ دسمبر ۲۶ (مرغومي ۵) وویل چې نږدې ۱۰۰ سټار لینک انټرنیټي دستګاوې اوس مهال په ایران کې فعالیت کوي.

د امریکا دغه میلیاردر د سپتمبر په میاشت کې ژمنه وکړه چې د ایران خلکو ته به د سپوږمکۍ له لارې د انټرنیټ اسانتیا برابره کړي. په داسې حال کې چې د ایران حکومت په زیاتیدونکې توګه انټرنیټ ته لاسرسی محدود کړی دی. د بشري حقونو فعالانو دا کار د ایراني چارواکو له لوري په دغه هېواد کې د پراخو مظاهرو د مهارولو هڅه بللې ده.

ایلن مسک د دوشنبې په ورځ په ټویټر کې ولیکل: "په ایران کې نږدې ۱۰۰ سټار لینکونو فعال شوي دي."

ښاغلی مسک چې د ټویټر مالک هم دی، دا پیغام په ټویټر کې د خپرې شوې یوې ویډیو په ځواب کې خپور کړی دی. دغه ویډیو ظاهرا په ایران کې فلمبرداري شوې او ورسره لیکل شوي چې "د میرمنو لپاره اوس ډېره آزادي شته او ددې انتخاب حق لري چې خپل سر پټ کړي که نه."

د سټارلینک شبکه په فضا کې شاوخوا ۲۰۰۰ کوچنۍ سپوږمکۍ لري چې د ځمکې مختلفو برخو ته انټرنیټ چمتو کوي.

پر ځمکه باندې ددغې شبکې دستګاوې له ابتدايي راوټرونو سره وصل دي او وای فای انټرنیټ برابروي.

د دې کال په پیل کې، ښاغلی مسک وروسته له هغه وستایل شو چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل له پیل څو ورځې وروسته یې دغه هېواد ته په زرګونو د سټار لینک دستګاوې واستولې.

ښاغلی مسک په ایران کې انټرنیټ د هغو مظاهرو په لړ کې برابر کړی چې په تېر سپتمبر کې په تهران کې د یوې ۲۲ کلنې کردۍ مهسا امیني د بې حجابۍ په تور د نیول کېدو او د پولیسو په قید کې له مړینې وروسته پیل شوې او د ایرن ګوټ ګوټ ته وغځېدې.

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو د ملاتړو په وینا، ایران دغه مظاهرې سختې ځپلي، نږدې ۵۰۰ لاریون کوونکي وژل شوي او ۱۴ زره نور نیول شوي دي.

د ایران لوړپوړو امنیتي چارواکو دا میاشت تایید کړه چې د مظاهرو په ترڅ کې د امنیتي پرسونل په ګډون ۲۰۰ کسان وژل شوي دي.

ایران په تیر مني کې انسټاګرام او وټساپ ته لاسرسی محدود کړ او هغه راهیسې یې ګوګل پلې او د انټرنیټ خصوصي شبکو (VPN) په څیر اپلیکېشنونو ته هم لاسرسی بند کړی دی.

XS
SM
MD
LG