د لاس رسي وړ اتصالات

نغمه: د کرکټ په بري مې چیغې او اتڼ وکړ


نغمې د افغانستان د کرکټ له بري وروسته له امریکا غږ سره مرکه وکړه
نغمې د افغانستان د کرکټ له بري وروسته له امریکا غږ سره مرکه وکړه

د افغانستان وتلې سندرغاړې نغمه وايي چې د ملي لوبډلې په بري خوشحالۍ او اټن وکړ.

نغمه وايي د افغانستان بری د ټول افغانستان بری دی. نغمې وویل چې د افغانستان د کرکټ ټولې لوبې یې ولیدلې، خو تر ټولو دردونکې شیبه یې هغه وه چې له ایرلنډ سره په لوبې کې د اصغر ستانکزي ټپونه ودرېدل "قندولک مریض شو، ما ویل خدایه پاکه ته خو یې پرې وګټي. چې لوبه یې وګټله ما له خوشحاله نه خپل تیلیفون په دیوال وواهه."

هغې وویل د افغانستان د پایلوبې د لیدلو لپاره یې خپل یو پلان شوی پروګرام هم لغوه کړ. نغمې وویل" له راشد خان او محمد نبي نیولې تر ګلبدین پورې ټول لوبغاړي" پر ما ګران دي.

هغې هیله وښوده چې یوه داسې ورځ هم راشي چې دا سندرې ووايي او ملي لوبغاړي ورته اتڼ او ګډا وکړي. نغمې پر افغان شاعرانو هم غږ وکړ چې د کرکټ لپاره نوي شعرونه جوړ کړي چې دا او نور سندرغاړي سندرې کړي.

ښاپيرۍ نغمې د امریکا غږ خبریال جعفر هاند سره په ځانګړې مرکې د کرکټ لپاره خپله ویل شوې سندره هم زمزمزه کړه.

له نغمې سره پوره مرکه دلته واورئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:12:57 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG