د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړی نجیب مړ شو


هغه څو ورځې مخکې په ټرافیکي پېښه کې پر سر زخمي شوی و.
هغه څو ورځې مخکې په ټرافیکي پېښه کې پر سر زخمي شوی و.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی نجيب تره‌کي نن سه شنبه اکتوبر۶(تلې۱۵) په روغتون کې ساه ورکړه.

نجیب تره کی څو ورځې مخکې په ننګرهار ولایت کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ټپی شوی و.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل چې تره کی په جلال اباد ښار کې موټر وهلی و چې د سختو ټپونو له امله د ننګرهار ولایت په روغتون کې بستر و.

نوموړي زیاته کړه چې د هغه سر ډېر ژوبل شوی و او څو ورځې په کوما کې و او له ننګرهار څخه کابل او یا بهر ته د درملنې په هدف د انتقال امکان یې کم و.

ښاغلي هوتک وویل چې د ډاکټرانو لخوا یې پر وخت باندې څارنه او درملنه کېدله.

د افغانستان کرکټ بورډ او عامو افغانانو د نجيب تره‌کي مړينه يوه ستره او نه جبرانېدونکې ضايعه بللې ده.

نجیب تره کی ډېر په ۲۰اوریزو لوبو کې لوبېدلی او په ۲۰۱۴ ز کال کې نړیوال کرکټ ته راغلی و.

۲۹ کلن نجیب تره کی توپ وهونکی او پیلیز لوبغاړی و چې په ۱۲ شل اوریزو او یوې یوه ورځنۍ نړیوالو کرکټ سیالو کې یې ګډون کړی و.

د نوموړي د جنازې لمونځ په ننګرهار ولایت کې وشو او هلته خاورو ته و سپارل شو.

XS
SM
MD
LG